د پروان او کاپیسا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو د سولې لپاره د حکومت د اووه ماده‌ييزې طرحې هرکلی وکړ

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۰:۳۳
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د پروان او کاپیسا ولایتونو د چنزه‌يي، خروټي، ناصري او موسی‌زي قومونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د سولې د بهیر، بین‌الافغاني خبرو او د حکومت د اووه ماده‌ييزې طرحې په اړه خبرې وشوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار دغو مشرانو ته د سولې لپاره د حکومت د اووه ماده‌يیزې طرحې په اړه توضېحات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې د سولې په بهیر کې له حکومت سره همکاري وکړي.

قومي مشرانو د سولې لپاره د حکومت د اووه ماده‌ييزې طرحې ملاتړ اعلان کړ او د سولې د بهیر په تړاو یې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د خروټي کلي ملک حاجي حمیدالله د نامسوولو وسله‌والو کسانو او ډلو شتون د ناامنۍ دلیل او د سولې خنډ وباله او ویې ویل چې دولت باید له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره کلک اقدامات وکړي.

همدارنګه د چنزه‌يي قوم یوه مشر حاجي رضاخان وویل چې ځوانانو ته د کار د امکاناتو نه‌شتون د مخالفانو لیکو ته د هغوی د ورتلو یو دلیل دی. ده ټینګار وکړ چې دولت باید دې برخې ته پام وکړي.

تر دې وړاندې هم د کابل، لغمان، لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو د سولې لپاره د حکومت د هڅو او اووه ماده‌ييزې طرحې ملاتړ اعلان کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه