د ولسي جرګې له رئیس سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ ناسته

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۱:۴۰
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي او د دغه وزارت د ملي شورا د همغږۍ رئیس جمال ناصر اصولي د ولسي جرګې له رئیس میررحمان رحماني سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ملي شورا سره د همغږۍ ریاست له‌خوا تنظیم شوې وه، د سولې بهیر د پرمختګونو په برخه کې د معلوماتو شریکولو لپاره د همغږۍ پر رامنځته کولو بحث وشو.
عبدالخالق بالاکرزي په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، لکه څرنګه چې دغه وزارت د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په برخه کې مشوره کوي، د سولې مذاکراتو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې د خلکو استازو ته هم ژمن دی.
بل پلو د ولسي جرګې رئیس ښاغلي رحماني د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه اطلاع‌رسونه مهمه وبلله او ویې ویل، اړتیا ده چې د سولې د هڅو او پرمختګونو په برخه کې معلومات د ملي شورا له غړو سره شریک شي او د دوامدارې همغږۍ یو میکانیزم جوړ شي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پرمختګ دې د سولي په چارو کې د دولت وزارت له لوري په منظم او دوامدار ډول له ملي شورا سره شریک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه