د ولسي جرګې د کمیسیونونو له اداري پلاوي سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه او مذاکره‌کوونکي ټیم د رئيس لیدنه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۱۴:۵۴
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي ټیم رئیس معصوم ستانکزي د ولسي جرګې د کمیسیونونو د اداري پلاوي له غړو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ناستې ګډونوالو ته د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ملي شورا د هېواد یو مهم ستون دی او د سولې بهیر په بریا او د مذاکراتو په پرمختګ کې مهم رول لري.

نوموړي وویل چې د سولې بهیر له ملي شورا پيل شوی دی او د سولې په مذاکراتو کې کېدونکې هره هوکړه د ملي شورا د تایید رایې له ترلاسه کولو پرته نه‌شي عملي کېدای.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز وویل چې د ملي شورا استازي به د مصالحې په عالي شورا کې چې د سولې مذاکراتو د اساسي کرښو ټاکونکی رول لري حضور ولري او د مذاکراتو د بهیر څارنه به کوي.

ښاغلي رحیمي همدا راز وویل حکومت د ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او ټینګښت په هڅه کې دی او دغه اجماع هره ورځ پیاوړې کېږي.

نوموړي د روانې جګړې د نامشروع‌والي په اړه هم وویل چې نړیوالو مرکزونو او مراجعو داسې فتواوې صادرې کړې دي چې د روانې جګړې مشروعیت نفي کوي.

د مذاکره‌کوونکي ټیم رئیس معصوم ستانکزي د مذاکره‌کوونکي ټيم د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د سولې په بهیر کې د پارلمان رول مهم وباله او ویې ویل چې د خلکو د استازو په توګه د ولسي جرګې غړي په سمه خوا د سولې بهیر په برابرولو او پياوړي کولو کې مهم رول لري.

د ولسي جرګې د کمیسیونونو اداري پلاوي د دغې مشورتي ناستې د جوړېدو هرکلی وکړ او خپل وړاندیزونه، لیدلوري او اندېښنې یې شریک کړل. دوی ټینګار وکړ چې خلک داسې تلپاتې سوله غواړي چې د تاوتریخوالي د درېدو لامل شي او د تلپاتې سولې ټول اړخونه پکې په پام کې ونیول شي.

هغوی همدا راز وویل له سیمه‌ییزې همپالنې پرته سوله ناشونې ده؛ له همدې امله باید حکومت په خپل بهرني سیاست کې دغه ټکي ته ډېر پام وکړي.

دغو استازو د سولې په چارو کې د دولت وزارت او پارلمان د استازو ترمنځ د نظام‌مندو اړیکو د جوړېدو غوښتنه وکړه ترڅو د نظر غوښتلو او مشورې په بهیر کې موثریت رامنځته شي.

هغوی د مصالحې په عالي شورا کې د خلکو د ټولو پاړکو پر ښکېلتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت دې کمېټې جوړې کړي چې له خلکو سره په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې لیدنې وکړي او د سولې په اړه یې نظرونه راټول کړي.

د بندیانو خوشي کول، د سولې اړوندو جوړښتونو ترمنځ د همغږۍ او انسجام رامنځته کېدل، د تاوتریخوالي کمښت، د خلکو د بنسټیزو حقونو او ارزښتونو ساتنه، د اساسي قانون ساتنه، په ټولو برخو کې د ښځو حضور او مشارکت هغه موارد وو چې ګډونوالو یې په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي ټیم رئیس د ګډونوالو مطرح شوو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

دغه ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ملي شورا د همغږۍ ریاست له خوا د سولې بهیر په اړه د مشورتي ناستو پر دوام جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه