د ولسي جرګې د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې له کمیسیون سره د مذاکرهکوونکي ټیم مشورتي ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي ټیم غړو حبیبې سرابي، فوزیې کوفي، شریفې زرمتۍ وردګ او جنرال ایوب انصاري د ولسي جرګې د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې د کمیسیون له غړو سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د مذاکرهکوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د مذاکرهکوونکي ټيم د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ولسي جرګې د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې کمیسیون غړو د مذاکراتي ټیم له غړو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل.
ناهید فرید د سولې مذاکراتو له پایلو څخه د افغان ښځو د اندېښنو په یادولو سره وویل چې د ښځو لپاره سوله د هغوی د اساسي حقونو ساتنه ده او که دا حقونه ترې واخیستل شي، تلپاتې ټیکاو تر پوښتنې لاندې راځي.
دې وویل چې د ښځو اساسي حقونه نباید له هغو مواردو وي چې خبره پرې وشي.
مېرمن فرید د حقوقي مشورو او نورو اړتیا وړ همکاریو د شریکولو لپاره د ولسي جرګې د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې د کمیسیون او مذاکرهکوونکي ټیم ترمنځ د دایمي اړیکې رامنځته کېدل اړین وبلل.
سیمین بارکزۍ هم په ژمنو د طالبانو د درېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې مذاکرهکوونکی ټيم باید له سولې وروسته حکومتولۍ کې د ښځو د حضور او ونډې په اړه پاملرنه وکړي.
دې همدا راز د هېواد د سیاسیونو ترمنځ یووالی مهم وباله او ویې ویل د دې لپاره چې وروستۍ پایله د ټولو لپاره د منلو وړ وي باید ټول افغانان یو او همغږي شي.
محبوبې رحمت د سولې په مذاکراتو کې د حکومت د څو کلنو لاستهراوړنو ساتلو، ملي ګټو او د وګړو په ځانګړې توګه مېرمنو د اساسي حقونو ساتنې ته اشاره وکړه.
فاطمې کوهستاني هم له مذاکرهکوونکي ټیم څخه وغوښتل چې د ښځو په اساسي حقونو معامله ونهکړي. دې همدا راز زیاته کړه چې د سولې بهیر د ټولیز سیاست او د مذاکرهکوونکي ټیم د سرو کرښو په اړه دې خلکو ته وضاحت ورکړل شي.
د ناستې پر دوام د مذاکرهکوونکي ټیم غړو د ګډونوالو د اندېښنو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.
شریفې زرمتۍ وویل چې د افغانستان د ټولو خلکو ګډه موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی. نوموړې وویل د خلکو او بېلابېلو توکمونو له یووالي او پیوستون پرته دغې ګډې موخې ته رسېدل ناشوني دي.
جنرال ایوب انصاري د ښځو اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې مذاکرهکوونکی ټیم د ښځو له حقونو څخه دفاع ته ژمن دی.
فوزیې کوفي هم زیاته کړه چې د مذاکرهکوونکي ټیم بنسټیزې کرښې د خلکو له غوښتنو جلا نهدي. دې وویل چې د مذاکراتي ټیم ترمنځ د مذاکرې د ټولیزو اصولو په اړه خبرې شوې دي.
مېرمن کوفي زیاته کړه چې د مذاکرهکوونکي ټیم ټول غړي د افغانستان د خلکو له آدرسه مذاکراتو ته ځي او د ټیم هېڅ غړی له شخصي آدرسه خبرې نه کوي.
په دغه ناسته کې د ولسي جرګې د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې کمیسیون او مذاکرهکوونکي ټيم ترمنځ د ارتباطي مېکانېزم د جوړېدو په اړه هم بحث وشو.
