د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون له غړو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۵:۱۹
Parliament

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون له غړو سره وکتل او د سولې په اړه یې د معلوماتو د ورکړې ترڅنګ د هغوی پوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.  
دغه لیدنه چې نن له غرمې مخکې وشوه، د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون مشر هلمند هلمند سوله د هېواد مهمه اړتیا وبلله او د فرصتونو د استفادې او ننګونو د تشخیص ټینګار یې وکړ. 
د کمیسیون غړو د سولې د پایدارۍ په اړه خپل نظرونه شریک او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو د موخې په اړه یې معلومات وغوښتل. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ملت له استازو سره د سولې د پروسې د معلوماتو شریکول له پروسې څخه د خلکو د ملاتړ په برخه کې اساسي چاره وبلله. 
نوموړي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو اساس د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د استازو وړاندیز او د سولې د اړوندو بنسټونو د وړتیا لوړولو غوښتنه وبلله. 
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرام او طرحې په لرلو سره د سولې په درېیو له هوکړې مخکې، د هوکړې جریان او له هوکړې وروسته پروسو کار کوي. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې د هېواد د ننه او بهر د همغږۍ رامنځته کول او د سولې د اړوندو چارو تر یو چتر لاندې راوستل د دغه وزارت موخې دي. 
عبدالسلام رحیمي همدا راز زیاته کړه چې د سولې د اړوندو ټولو مسایلو په جریان کې یو او نړیواله ټولنه په دوامداره توګه افغان حکومت له طالبانو سره د روانو خبرو اترو او پرمختګونو په جریان خبروي.  
د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره انسجام او واحد غږ ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه چې باید متقابل درک موجود وي او د یو بل دردونه احساس کړو. 
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټینګار وکړ چې سوله یوه ملي پروسه ده او پر څرنګوالي یې څارنه پر وزارت سربېره د ټولو ښکېلو بنسټونو مسؤولیت دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه