د وروستيو پېښو شهیدانو روح ته د دعا  او د قران کريم د ختم مراسم ترسره شول

a.zia
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۶:۴۱
SMP

 د عمومي ماتم اعلانولو لپاره ولسمشرۍ عالي مقام د فرمان په تعقیب، د قران کریم ختم او په هېواد کې وروستيو پیښو  شهیدانو روح ته دعا کولو مراسم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو او کارمندانو له خوا د ياد وزارت د برنامو په تالار کې ترسره شول.
 د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د هماهنګۍ ، پالیسۍ او ستراتیژۍ معين ښاغلي عبدالله خنجاني وویل دا مراسم په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو لپاره د بښنې او ټپيانو ته د ښې روغتیا په پار جوړ شوي دي. 
هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې وروستۍ پیښې ټکان ورکوونکې وبللې او ویې ویل چې د ورته بریدونو دوام په کوم کې, چې د افغانستان بې ګناه وګړي وژل کېږي د هیچا لپاره د منلو وړ نه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه