د هېواد د اساسي قانون د تصویب اوولسمه کلیزه ونمانځل شوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې د هېواد د اساسي قانون د تصویب اوولسمه کلیزه ونمانځل شوه چې پکې د دغه وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال او سرپرست وزیر عبدالله خنجاني، حمایوي او مالي مرستیال غلامیحیا عباسي، د دغه وزارت سترو سلاکارانو او رئیسانو او د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کميسیون استازي محمد فاروق فاخر او د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.
په سر کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د څېړنو او مطالعاتو آمر ګلآغا احمدي د اساسي قانون د تاریخچې او چوکاټ په اړه پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل چې اساسي قانون د ملي وثیقې په توګه د ټولو افغانانو ویاړ دی او هر افغان مسؤول دی چې په شخصي او رسمي چارو کې یې د پليتابه هڅه وکړي.
ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي رئیس ضیا دانش د «اساسي قانون، ټولپالنه او تلپاتې سوله» تر سرلیک لاندې پرېزېنټېشن وړاندې کړ. ده وویل چې ټولپالنه او بېلابېلوالی منل د اساسي قانون مهمه ځانګړنه ده او دا مورد د تلپاتې سولې په ټيڼګښت او د ملي حاکمیت په تثبیت کې ډېر رول لري. ده د اساسي قانون هغو مادو ته اشاره وکړه چې د مذهبي، توکمي، فرهنګي او سیاسي ټولپالنې ښودنه کوي.
همدا راز ښاغلي دانش اساسي قانون په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو یوه تر ټولو مهمه لاستهراوړنه وبلله او ویې ویل چې په دغه قانون کې ملي او نړیوال ارزښتونه نغښتي دي.
د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمیسیون استازي محمد فاروق فاخر ملي یووالی، د واک سولهييز لېږد، د بیان آزادي او رسنۍ د اساسي قانون د ارزښتونو له ډلې وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دغه قانون ارزښتونه ساتل او پلي کول د افغانستان د هر وګړي ملي دنده ده.
همدا راز ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د اساسي قانون د ارزښتونو د دفاع او د مذاکراتو په جریان کې یې د ساتنې دروند مسؤولیت پر غاړه لري.
د غونډې په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال عبدالله خنجاني وویل چې اساسي قانون د هېواد د ټولو وګړو حقونه او آزادۍ ساتي، له همدې امله اړتیا ده چې د وګړو د ګټو او آزادیو د ساتونکي په توګه یې دفاع شي.
ښاغلي خنجاني ټینګار وکړ چې د اساسي قانون او د هغه د تطبیق اهمیت له روانو سیاسي بدلونونو سره تر پخوا ډېر شوی او دا اساسي قانون دی چې د وګړو حقونه او آزادۍ پکې نغښتې دي.
ده د اساسي قانون د ارزښتونو ساتنه د هېواد د ټولو وګړو په تېره بیا د ځوانانو مسؤولیت وباله او ویې ویل چې پهخپله دا قانون بېروحه دی او هغه څه چې روح وربښي، د وګړو لهخوا یې تطبیق او ساتنه ده.
دغه پروګرام د اساسي قانون د نمانځنې د اونۍ په مناسبت، د اساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې د نمانځنې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر کارکوونکو د دغه قانون د پوهاوي په موخه جوړ شو.
