د هلمند د ښځو غږ د مذاکرې مېز ته رسول کېږي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د هلمندیو ښځو د یووالي او غږ ټولنې او د کابل د اوومې ناحیې د ښځو شورا له مسؤولینو سره په یوه ګډه آنلاین او حضوري ناسته کې د جګړې د قربانیانو او ښځو د حقونو پر ساتلو، د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر اندېښنو او غوښتنو او اوربند بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیل کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د هلمندیو ښځو د عدالتغوښتنې حرکتونه د ټول افغانستان ښځو ته الګو ده او هیله ده چې د ټولو افغانو ښځو لپاره پیلامه وي.
دې هیله څرګنده کړه چې له هلمندیو ښځو سره به د سولې په چارو کې د دولت وزارت راتلونکې ناستې حضوري وي او هغوی به خپلې طرحې او لیدلوري شریک کړي.
ډاکتر عالمې ټينګار وکړ چې هلمندۍ ښځې په نا امنو سیمو کې د اوسېدو له امله د خلکو درد او کړاو ډېر درک کوي او د سولې بهیر په تړاو آګاهانه او ژور لید لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د بنسټونو چارو مرستیالې د مخکېنیو لسیزو نا امنیو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د تاوتریخوالي او جګړې تاریخ باید بیا تکرار نهشي.
ډاکتر عالمې د وروستیو کلونو لاستهراوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ښځې باید د سولې په بهیر کې خپلې سرې کرښې وساتي او دفاع یې وکړي.
هلمندیو ښځو وویل، د خوښۍ ځای دی چې د هلمند ښځې د مذاکرې مېز ته خپل غږ رسولی شي او د سولې په بهیر کې یې غږ اورېدل کېږي.
دوی ټینګار وکړ چې د هلمند خلک دایمي او ټولشموله سوله غواړي، همدا راز هیله یې وښوده چې دغه ناستې د سولې بهیر په اړه د ولایتونو د ښځو د نظرونو اخیستلو لپاره په دایمي ډول برابرې شي.
هلمندیو ګډونوالو د هلمند د ښځو غوښتنې شریکې کړې. دوی وویل چې د افغانستان د ښځو لاستهراوړنې، د جګړې د قربانیانو حقونه، اساسي قانون او په تېره د دغه قانون دویم فصل ساتل او اوربند کول د هلمند د ښځو مهمې غوښتنې دي.
همدا راز دوی وویل، په لومړي ګام کې اړتیا ده چې اوربند وشي؛ ځکه پر یوه وخت سوله او جګړه ناشوني دي. د هلمند ښځو د جګړې او تاوتریخوالي په ډګر کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده او اوس ټولې په یوه غږ اوربند او سوله غواړي.
بل پلو هلمندیو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د ښځو د ټولنیز مشارکت حق وساتل شي او ویې ویل، د سولې په مذاکراتو کې باید په ټولنه کې د ښځو حضور محدود نهشي.
دوی د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هوکړهلیک تر لاسلیکولو وړاندې باید دولت د دغه هوکړهلیک جزئیات له خلکو سره شریک کړي.
د کابل د اوومې ناحیې د ښځو شورا رئیسې سلما اکبري هم وویل چې افغانې ښځې به د خپلو حقونو ساتلو او ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او دا غږونه به هېڅکله خاموش نهشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره شریک شي.
دې د افغانستان د سولې مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چې سراسري او دایمي اوربند د مذاکرهکوونکي پلاوي د اجنډا په سر کې دی او دوی به پر دې موضوع بحث وکړي.
همدا راز ډاکتر عالمې وویل، د ښځو د حقونو موضوع او د دوی سیاسي او ټولنیز مشارکت هم هغه موارد دي چې د مذاکراتو په اجنډا کې به شامل وي.
همدارنګه دې ټینګار وکړ چې دا ناستې به په دوامدار ډول جوړې شي او په راتلونکو ناستو کې هڅه کېږي چې د هلمند ښځې له مذاکرهکوونکي پلاوي سره هم مخامخ وصل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او سیاسي جوړښتونو رئیسې لیلا جعفري د غونډې په راټولولو کې د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه.
