د نورستان ولایت قومي مشرانو د سولې لپاره د کار کولو په موخه ولسي حرکت پیل کړ

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۴:۵۹
smp

د نورستان ولایت قومي مشرانو ـ چې د سولې لپاره یې ولسي حرکت پیل کړی ـ د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د همکارۍ چمتووالی اعلان کړ.

دغه مشران ـ چې د نورستان ولایت له منګول، نورګرام او دوآب ولسوالیو څخه راټول شوي وو ـ وايي چې د دغه حرکت په پیلولو او ولسي شوراګانو جوړولو سره غواړي په قومي جرګو کې د سولې غږ د دغه ولایت ټولو اوسېدونکو ته ورسوي او د شخړو په حل کې مرسته وکړي.

دوی د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د سولې د پروګرامونو په برخه کې له دوی سره همکار شي.

دغو قومي مشرانو وویل: هغه حرکت ته په کتو سره چې موږ پیل کړی، سوله باید له کوره پیل شي او بیا کلیو او لویو ځایونو ته پراخه شي. دوی ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې به د دولت له وزارت سره همکار وي او له حکومته یې وغوښتل چې د متوازنې پراختیا په برخه کې دغه ولایت ته پام وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له دغو قومي مشرانو څخه په مننې سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پالیسۍ او میکانېزم د خلکو له غوښتنو او نظرونو سره په مطابقت کې جوړ شوي او د دې پالیسۍ له مخې به وزارت د سولې په برخه کې له هر افغان سره همکار وي.

ښاغلي څرګند ټينګار وکړ چې په سیمو کې د سولې راتلو لپاره د قومي مشرانو شتون مهمه اړتیا ده. ده له دغو قومي مشرانو وغوښتل چې دغه ولسي حرکت ته دوام ورکړي او د سولې پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه