د ننګرهار قومي مشران به د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د ننګرهار ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې قومي مشرانو د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول افغانان غواړي سوله راشي او یوازې کم شمېر کسان چې ګټې یې په ناامنۍ او د سولې په نه شتون کې خوندي دي د سولې مخالف دي.
هغوی د قومي مشرانو پر رول ټینګاروکړ او ویې ویل دا چې خلک په کلیو او بانډو کې له نږدې له خلکو سره په اړیکه کې دي تل یې درناوی کېږي، له همدې امله کولی شي د سولې په بهیر کې هم ارزښتناک رول ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند له دغو قومي مشرانو مننه وکړه او زیاته یې کړه د سولې په چارو کې له دولت وزارت سره د رضاکارانه کار لپاره لېوالتیا او هڅې د ستایلو او هرکلي وړ دي.
ښاغلي څرګند وویل چې د دغه وزارت پالیسي یوه ملي پالیسي ده او د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې هڅه کې دی چې ټول په دغه بهیر کې ښکېل وي او د مليوالي مفهوم یې په عمل کې پلی شي.
نوموړي همدا راز وویل، افغانان کولی شي سوله راولي او د بل هېڅ هېواد رول نه شي کولی په دغه بهیر کې د افغانانو له رول څخه برخلیک ټاکونکی وي.
