د ناروې له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۸:۱۳
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ناروې له سفیر اولي انډرس لېنډمن سره ولیدل. ښاغلي نادري په دغه نساته کې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ناروې هېواد له رغوونکي او مهم ملاتړي رول څخه مننه وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز د مصالحې د بهیر او سولې جوړولو د پليتابه لپاره د وړتیا رامنځته‌کولو د اړتیا په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت اوږدمهال لیدلوری هم شریک کړ.

ښاغلي نادري د اوربند پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل له تاوتریخوالي څخه د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز غوښتنې استفاده باید ونه‌وشي. نوموړي په پراخه او رښتینې توګه د تاوتریخوالي ټيټول جدي اړتیا وبلله.

له بلې‌خوا د ناروې سفیر د سولې له مذاکراتو څخه د دغه هېواد د ملاتړ د علاقمندۍ او د تخنیکي او تخصصي مرستو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره د همکارۍ لپاره د ملاتړ اعلان وکړ.

نوموړي سوله‌جوړونه د ناروې د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او ویې ویل دغه هېواد په دې هڅه کې دی چې دا مورد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مهمو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

د ناروې سفیر همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره د خپلې ګډې ستراتيژۍ بیاکتنه کوي او هیله‌مندي يې وښوده چې سوله‌جوړونه په دغه ستراتيژۍ کې ځای کړي.

نوموړي یو ځل بیا د سولې بهیر د مخته وړلو په برخه کې د دغه هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سولې ديپلوماسۍ، سولې جوړونې او پوهې او تخنیکي مهارتونو د تبادلې په ګډون د سولې د اوږدمهاله ګډې ستراتيژۍ په اړه کار وشي. دوی همدا راز هوکړه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان او امنیت شورا د ملاتړ د جلب لپاره د ناروې د رول په اړه کار وشي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه