د میدیوتیک افعانستان د ځوانانو شبکې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر منځ د ځوانان او سوله په نامه ګډ ورکشاپ جوړ شو
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې د میدیوتیک افعانستان د ځوانانو شبکې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر منځ د «ځوانان او سوله» په نامه ګډ ورکشاپ جوړ شو چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې، د میدیوتیک افغانستان د ځوانانې شبکې مسؤولینو او غړو ګډون پکې کړی و.
د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو شبکې د فرهنګي برخې مسؤولې فرح مصطفوي د میدیوتیک ځوانانو شبکې د کارکړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د سولې بهیر باید ولسي وي او د افغانستان د خلکو ارزښتونه پکې وساتل شي.
د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو شبکې د مدیره پلاوي غړي بصیرالله شیون د دغې شبکې د کارکړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ده وویل چې دغې شبکې د ځوانانو د منظم ګډون لپاره ځینې پروګرامونه او فستیوالونه جوړ کړي او ولایتي شبکې جوړې شوې دي تر څو د ځوانانو نږدې کولو ته ګډ کار وکړي.
ښاغلي شیون وویل چې د میدیوتیک ځوانانو شبکې د ځوانانو د ځینو بحثونو او غونډو په جوړولو سره د ځوانانو نظرونه راټول کړي او یوځای کړي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره به هم شریک شي. ده وویل، ځوانان غواړي چې د سولې په بهیر کې شامل وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکړنو په تېره د سولې په بهیر کې د ځوانانو د شاملولو په برخه کې د دغه وزارت د کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ جوړول؛ له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د ځوانانو ناستې کول؛ په حضوري او آنلاین ډول د ځوانانو بحثونه جوړول؛ د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټه پرانیستل؛ د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله جوړول؛ او داخلي، سیمهييزه او نړیواله اجماع پیاوړي کول هغه اقدامات دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت کړي او د ځوانانو ونډه پکې خوندي ده.
د سولې په چارو کې د دولت سرپرستې وزیرې او د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ځوانان مسؤول نسل وباله او ویې ویل، داسې سوله د عملي کېدو وړ نه ده چې ځوانان، ښځې او ټول پاړکي ځانونه پکې ونهویني.
ډاکتر عالمې وویل چې د وزارت په ټولو پروګرامونو کې ځوانان اصلي رول لري او په راتلونکي کې به هم په سولهجوړونه کې د ځوانانو راښکېلولو ته ځینې کارونه وشي.
ډاکتر عالمې وویل، لکه څرنګه چې ځوانان په آبادۍ او امنیت ټینګولو کې اصلي رول لري، د سولې په بهیر کې هم اساسي رول لرلی شي او د لاستهراوړنو په ساتلو کې ونډه اخیستی شي.
دې د تاوتریخوالي ډېرښت د خلکو د اندېښنې لامل وباله او ویې ویل چې اوربند باید د څرګند میکانیزم له مخې اعلان شي او بهرني ځواکونه باید د شرایطو پر اساس ووځي.
د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې وویل، د وزارت لیدلوری دا دی چې د دوحې مذاکرات دوام وکړي او د ترکیې ناسته به دغه بهیر چټک کړي.
همدا راز دې د سولې بهیر په اړه د نړیوالې اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هوسا افغانستان به د سیمې او نړۍ د امنیت لامل شي.
ورپسې د میدیوتیک ځوانانو د شبکې حوزوي مسؤولینو په ولایتونو کې د سولې او ځوانانو په برخه کې د دغې شبکې د کارکړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دوی وویل چې ځوانان په یووالي او نږدې کېدو سره د سولې په بهیر کې رول ادا کولی شي او ټینګار یې وکړ چې ځوانان باید د هېواد لرو پرتو برخو ته پام وکړي او د خلکو نظرونه راټول کړي.
د میدیوتیک افغانستان د سولې پروګرامونو د برخې مسؤول احمدولي احمدي د غونډې په راټولولو کې وویل چې ځوانان باید د سولې په مذاکراتو کې مشخص ځای ولري.
