د مننې پیغام
بسمالله الرحمن الرحیم
د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړښت چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۶مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د 33 شمېرې تقنیني فرمان پر بنسټ جوړ شوی، ولسي جرګې د شاوخوا ۹۰ سلنه حاضرو غړو په رایو تائید کړ. د ولسي جرګې له جلالتمآب رئیس، محترمو مرستیالانو، اداري پلاوي، د ولسي جرګې د کمېسیونونو له رئیسانو او په ولسي جرګه کې د ملت له ټولو استازو څخه د زړه له کومي مننه کوم چې په اوسني حساس وضعیت کې یې په اجماع سره په یوه باصلاحیته اداره کې د حکومت د سولې د فعالیتونو د انسجام اړتیا تائید کړه او په دې توګه یې د سولې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هڅو ملاتړ اعلان کړ. دغه ورځ د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوې نه هېرېدونکې ورځې په توګه ثبت شوه او له شک پرته چې د تلپاتې، عزتمنې او عادلانه سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د درانه ملت هیلې پیاوړې کوي. دا پرېکړه د ولسي جرګې له لارې د ملت څرګند پیغام دی چې د جګړې ختمېدل او سولې ته رسېدل زموږ د کارونو لومړیتوب ته راولي. طالبان هم باید د افغان ملت د غوښتنو په منلو سره سولې ته خپله اراده په عملي ډول څرګنده کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په استازیتوب د سولې په بهیر کې ملي ګټو او د دغې ادارې د کارکوونکو په کړنو کې د رښتینولۍ ژمنه کوم؛ د سولې په بهیر کې د افغانستان د درانه ملت او په ځانګړي ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي شورا ملاتړ غواړم.
د ۱۳۹۸ د مرغومې ۹مه
عبدالسلام رحیمي
د جمهور رئیس ځانګړی استازی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر
