د مننې پيغام
بسمالله الرحمن الرحیم
د مشرانو جرګې محترم رئیس جلالتمآب فضلهادي مسلمیار، د مشرانو جرګې مرستیالانو، د اداري پلاوي غړو، د کمېسیونونو رئیسانو او ټولو درنو سناتورانو؛ لومړی غواړم د سولې په لاره کې د یووالي او خواخوږۍ ښودلو په برخه کې ستاسو د لوړ همت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو لپاره د رایو په اتفاق سره د تأیید د رایې مننه وکړم. مننه چې د سولې لپاره مو د حکومت د فعالیتونو ملاتړ وکړ. همدارنګه د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست مننه کوم. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ځان مکلف ګڼي چې د سولې هڅې منسجمې او همغږې کړي او په دې برخه کې د مشرانو جرګې ملاتړ ته اړتیا لري. سوله به تر هغه رانهشي تر څو چې ملت او دولت یوه او بل ته لاس ورنهکړي او یوځای ګام وانهخلي. د مشرانو جرګې پرېکړه د جګړې د ختمولو او سولې ته د رسېدو لپاره د دولت د ارکانو څرګند پیغام دی. هیلهمن یو چې دا پیغام طالبانو ته هم رسېدلی وي چې جګړه پرېږدي او د هېواد د پرمختګ په لور ګام واخلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هېواد ملي ګټو ته په پام سره ځان ژمن ګڼي چې د سولې په برخه کې صادقانه کار وکړي؛ تر څو د غم دروند پېټی د ستړي افغانستان له اوږو ښکته شي او افغانستان یوځل بیا خپل تاریخي مقام ته وګرځي.
په پای کې یوځل بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي شورا د مشرانو جرګې مننه کوم چې په هېواد کې یې د سولې او ټیکاو د ټينګښت هر اړخیز ملاتړ وکړ.
د ۱۳۹۸ د مرغومې ۱۶مه
عبدالسلام رحیمي
د جمهور رئیس ځانګړی استازی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر
