د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د پرانیستې غونډه وشوه
د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته نن د 1399 کال د لیندۍ پر 15مه د جمهوري ریاست په ارګ کې وشوه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني؛ د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله؛ د جمهوري ریاست مرستیالانو؛ د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیالانو او د رهبرۍ کمېټې غړو؛ د ملي شورا د مجلسینو مشرانو؛ او سیاسي، جهادي او ولسي شخصیتونو ګډون پکې کړی و.
د غونډې په پیل کې جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې حساس وضعیتونه هم فرصت دی او هم خطر، او د دغو فرصتونو کارول له ملي یووالي سره تړاو لري. ده زیاته کړه چې په دې ناسته کې د حاضرینو ګډون په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت شریکانو، مذاکرهکوونکي پلاوي او په تېره د افغانستان خلکو ته څرګند پيغام ورکړی.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل چې په دغه تاریخي او حساس فرصت کې د سولې پر طرف تګ سیاسي یووالي ته تر هر بل وخت ډېره اړتیا لري. ده زیاته کړه، هڅه به وشي چې عمومي مجمع او د ملي مصالحې عالي شورا د امکان تر حده د افغانانو د ملي اجماع تمثیل وکړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سولې ته نېک نیت څرګند کړی. هیلهمن یو چې طالبان هم خپل نېک نیت څرګند کړي او تاوتریخوالی کم کړي. ده زیاته کړه چې د اوربند لپاره هڅې کوو.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی د افغانستان د ټول ملت استازیتوب کوي او شورا یې ملاتړې ده.
ښاغلي عبدالله وویل چې د ملي مصالحې د عالي شورا، د رهبرۍ د کمېټې او عمومي ناستې به تر دې وروسته په منظم ډول ترسره کېږي. بامعنا بحثونه به وشي او موږ به څرګنده کړو چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره نور کوم ګامونه پورته کړو.
ده وویل، د افغانستان له خلکو او ملي مصالحې عالي شورا سره دا پوښتنې دي چې د افغانستان د خلکو لاستهراوړنې څه ډول وساتل شي، زموږ ملي بنسټونه زیانمن نهشي او ولسي ارزښتونه پیاوړي شي او په عین حال کې د یو بل تر څنګ د افغانستان له ټولو خلکو او سیمې سره سولهييز ژوند وکړو.
ښاغلي عبدالله د سولې بهیر د پخوانیو مسؤولینو استاد برهانالدین رباني، مرحوم حضرت صبغتالله مجددي، مرحوم پیر سیداحمد ګیلاني او استاد کریمالله خلیلي یادون وکړ او ویې ستایل. ده د خبرو په دوام وویل، ملي قهرمان د کلکو خطرونو په منلو سره څو څو واره سولې ته د رسېدو اقدام وکړ چې که کوم فرصت موجود وي چې له منځه لاړ نهشي. نن دا ستر مسؤولیت د دغه ټولي او زموږ ټولو پر غاړو دی.
ډاکتر عبدالله ټینګار وکړ چې د سولې د بهیر مالکیت زموږ د خلکو دی. موږ به د افغانستان د ټولو خلکو او پاړکو د ونډې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو چې غوښتنو ته یې سم پام وشي. د جګړې ختمېدو ته سیاسي اراده رامنځته شوې ده. بناءً د افغانستان له ټولو او ان هغو خلکو څخه ـ چې د طالبانو په سیمو کې ژوند کوي ـ غواړو چې سولې ته په رسېدو کې خپل مهم رول ادا کړي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس په پای کې څرګنده کړه چې په سوله کې باید خپلې ګټې ونهلټوو؛ ځکه چې د جګړې په دوام کې د هېچا پايښت هم نه تضمینېږي او پایله به یې یوازې د افغانستان بربادي وي. ده زیاته کړه، وعده کوم چې په حکومتي چارو کې به له هر ډول دخالت پرته ځان سولې ته وقف کړم.
همدارنګه په دې ناسته کې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم وینا وکړه. ده د ملي مصالحې په عالي شورا کې د اجماع لپاره هڅې وستایلې او غوښتنه یې وکړه چې د سیاستوالو حضور لا ډېر شي.
ښاغلي کرزي د مذاکرهکوونکي پلاوي ملاتړ څرګند کړ او د سولې په بهیر کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
استاد عبدالرب رسول سیاف وویل چې که د شورا غړیتوب ولرو یا نه، په سوله کې همکارۍ ته ژمن یو.
استاد سیاف د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی وستایه او ویې ویل چې د مذهبي مسائلو او نورو مواردو په استفاده د پلاوي د تجزیې هڅې وشوې، خو خپل یووالی یې وساته او پرې یې نهښوده چې د دولت د څنګ ته کېدو هڅې نتیجه ورکړي.
ده ټینګار وکړ چې د نظام په اړه پرېکړه د خلکو کار دی، په اړه به یې یوځای پرېکړه کوو. ده زیاته کړه چې خپل کورنی صف باید کلک کړو او که له کوره مات نهشو، له بهره مو څوک نهشي ماتولی.
جهادي رهبر محمد یونس قانوني وویل: د سولې د طرحې څرنګوالی، سولې ته د رسېدو لارنقشه او د بېلابېلو لیدلورو یووالی به د سولې د رهبرۍ شورا د راتلونکو ناستو د اجنډا برخه وي.
ښاغلي قانوني ټینګار وکړ چې سوله یوازې د افغانستان د دولت او ملي مصالحې د عالي شورا کار نه دی، بلکې ملي قضیه ده. ده زیاته کړه، ښه ده چې پرېکړه په رښتيني او بامعنا ډول د مصالحې عالي شورا ته پرېږدو. «تصمیم نیول» او «تصویر اخیستل» باید دواړه یوځای شي.
ښاغلي قانوني بن کنفرانس ته په اشارې سره وویل چې هماغه فرصت برابر شوی او موږ پر دوراهۍ ولاړ یو؛ یا تېر ته ګرځېدل او د جګړې دوام، یا د افغانستان خلکو ته نوی باب پرانیستل.
استاد محمد کریم خلیلي په خپله وینا کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د لومړۍ ناستې د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې سوله د هېواد کلکه اړتیا ده. د سولې په اړه په اجماع کې هېڅ شک نهشته او ورته رسېدل د هر توکم، پاړکي او ټولو خلکو هیله ده.
استاد خلیلي په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پيلېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ښه فرصت برابر شوی چې سوله عملي بڼه واخلي. د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاوي څخه د زړه له تله مننه کوي.
د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عنایتالله بابر فرهمند له نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې سولې ته د خلکو د رسېدو لپاره یې د بهیر ملاتړ وکړ. ده زیاته کړه چې زموږ ځوان نسل د عدالت ټینګښت او د ټولنې د ټولو قومونو او پاړکو داسې مشارکت غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله تضمینوي.
جهادي رهبر استاد عطامحمد نور وویل، باید سولې ته پلان موجود وي او سرې کرښې معلومې وي، ان که اعلانوو یې هم نه. ده د لاستهراوړنو پر ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولنیز عدالت ټينګښت ته باید پلان موجود وي او قربانیان په پروسه کې ښکېل وي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، د ملي مصالحې د عالي شورا پرانیسته د هېواد په سیاسي تاریخ کې یو مهم ګام دی چې د افغانستان خلکو، سمهییزو او نړیوالو شریکانو او طالبانو ته ډاډ ورکوي چې موږ تلپاتې سوله غواړو.
ده زیاته کړه چې خلک د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر ساتنه اجماع لري او دا د سولې د تلپاتېوالي شرط دی.
د بهرنیو چارو وزیر په سوله کې پر یووالي او اجماع او په سولهييز افغانستان کې د سیمې هېوادونو د ګټو پر روښانتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د جنیوا کنفرانس دوه شرطونه سوله او ښه حکومتولي ده او د نړیوالې ټولنې مرستې په سوله او د افغانستان په اسلامي جمهوري نظام کې زموږ د ارزښتونو په حفظ پورې مشروطې دي.
همدارنګه په دې ناسته کې ډاکترې نسرین اوریاخېل وویل چې اوسنی نسل د جګړې اولادونه دي او جګړې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي. دې زیاته کړه چې جګړې تر ټولو ډېر زیان ښځو او ماشومانو ته اړولی او پایله یې دا ده چې امن له ټولنې څخه کډې تړلې دي.
آغلې اوریاخېل د یو بل منلو پر پرهنګ ټینګار وکړ او ویې ویل، لکه څرنګه چې زموږ پیغمبر بښنه کوله، موږ هم باید بښنه وکړو او برابر شوی فرصت وکاروو.
محمد اسماعیل غضنفر د خصوصي سکتور په استازیتوب وویل: که سوله راشي، خصوصي سکتور به مهم رول ادا کړي.
ده د هېواد طبیعي ظرفیتونو لکه اوبو، کانونو او ځمکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان په سیمه کې د ارتباطي پله مقام لري او دغه مقام باید وکارول شي چې د تلپاتې سولې له راتلو پرته امکان نهلري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغې ناستې په راټولولو کې وویل چې د افغانستان د سولې مذاکرات دوهم پړاو ته رسېدلي. لومړي پړاو یې وښوده چې اسانه کار نه و، خو پایلې ته ورسېد.
محمد اشرف غني همدا راز وویل چې موږ ټول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرلهپسې قربانیو پوروړي یو. دوی د هېواد رښتيني بچیان او د نظام همېشني ملاتړي دي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د سولې پر راتلو اجماع لري او مهم ټکی یې لویه جرګه ده چې زموږ د ټولیز قضاوت استازیتوب کوي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان خلکو په ډېره حوصله یوه موخه تعقیب کړې ده او هغه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی. د دغې حوصلې منندوی یو.
همدا راز جمهور رئیس د علماوو پر رول ټینګار وکړ او پر دوی یې غږ وکړ چې د سولې په اړه د اجماع د مدیریت کولو لپاره سره یوځای شي.
باید یاده شي چې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو لکه د افغانستان د سولې مذاکراتو په پړاو کې اړینې پرېکړې کوي. دغه جوړښت تلپاتې، سراسري او ټولشموله سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو تر منځ اجماع تضمینوي او د نظر یووالی رامنځته کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ملي مصالحې د عالي شورا سکرتریت پر غاړه لري او د رهبرۍ کمېټې ناستې به مخته وړي.
