د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کمېټو له رئیسانو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۳:۵۱
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کمېټو له رئيسانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په دوحه کې د سولې مذاکراتو د روان بهیر په اړه خبرې او بحث وشو او د مشورتي لویې جرګې د کمېټو رئيسانو خپل نظرونه شریک کړل.
ګډونوالو د سولې په بهیر کې د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي د غړو او د کمېټو د رئيسانو د لا ډېرې ونډې غوښتنه وکړه.
ښاغلي نادري د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو او مشرتابه د رول مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو د رغنده نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز وویل چې د مذاکراتو په بهیر کې د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو د ښکېلولو په موخه به په دې برخه کې مشورتي ناستې جوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه