د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له غړو او د کمېټو له رئیسانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناسته

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۳:۵
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کاري کمېټو له مشرانو سره د سولې په بهیر کې د هغوی د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره وکتل. 
په دغه مشورتي ناسته کې ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپلې اندېښنې، پوښتنې او وړاندیزونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د ناستې غړو د سولې د مشورتي لویې جرګې د اهمیت او د دغې جرګې د غړو په انتخابي‌والي په ټینګار سره وویل چې دوی د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د خلکو رښتیني استازي دي او له همدې امله د سولې په بهیر کې د دغه جوړښت د لاډېر مشارکت غوښتونکي شول. هغوی همدا راز له دې امله چې حکومت د مشورتي لویې جرګې د ۲۳ماده‌یي پرېکړه‌لیک د پلي کېدو اقدام کړی دی مننه وکړه. 
د ناستې ګډونوالو زیاته کړه چې د افغانانو په مالکیت د سولې بهیر ملاتړي دي او خپلې مشورې او نظرونه به له مسؤولانو سره شریک کړي. هغوی همدا راز وغوښتل چې حکومت دې د لا ډېرې همغږۍ او د اړیکو د تداوم زمینه برابره کړي. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په دغه ناسته کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له غړو او د کاري کمېټو د مشرانو د ګډون مننه وکړه او د ګډونوالو پوښتنو او اندېښنو ته یې ځوابونه وویل. 
ښاغلي رحیمي د سولې بهیر په مخته وړلو کې د سولې د مشورتي لویې جرګې اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه د هېواد په هر ګوټ کې له خلکو سره د اغېزناک ارتباط وسیله ده او له همدې امله کولی شي د سولې په بهیر کې د خلکو نظرونه شامل کړي. 
ښاغلي رحیمي همدا راز ټینګار وکړ چې د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې په بهیر کې د عطف ټکی و او د دغه بهیر تر پایه به مراجعه ورته کېږي. 
دغه مشورتي ناسته له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو په لړ کې ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه