د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو د سولې بهیر د ښه کېدو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۹:۴۲
smp

د اووه څلوېښتو قومي شوراګانو او مدني ټولنو غړو د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې د میلادالنبي (ص) د نمانځنې په غونډه کې ګډون وکړ او د سولې په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مالي مرستیال غلام یحیی عباسي دغه پروګرام په خپلې وینا سره پیل کړ. ده وویل چې د پروګرام د ګډون‌والو رغنده نظرونه به د سولې خبرو د ښه کېدو په برخه کې وکارول شي.

ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکترمیرویس څرګند د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعالیتونو په اړه تشرېحات ورکړل او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت اساسي کړنلاره د سولې بهیر ملي کول دي او پر دې موضوع کار روان دی.

ده ټینګار وکړ چې حکومت له مخالفانو سره د سولې هر ډول خبرو ته حاضر دی؛ خو د اساسي قانون په چوکاټ کې او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم. همدارنګه ښاغلي څرګند وویل چې سوله د ټولو افغانانو هیله ده. ده له مدني او ملي بنسټونو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د افغان ښځو د خیریه موسسې رئیسې جمیلې احمدزۍ وویل چې هیله لرم د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه سمبولیکه اداره نه وي او په واقعي معنا سره د سولې ټینګښت ته کار وکړي.

د افغانستان د بلوڅو د سراسري شورا رئیس نظام‌الدین فطرت بلوڅ په ملي کچه د سولې پر اجماع، د سولې پر سیمه‌ييزو هوکړو، د سیمه‌ييز نظم لپاره له نړیوالو قدرتونو او سازمانانو څخه د همکارۍ پر غوښتنه، د ګاوڼدیو هېوادونو په کچه پر هم‌پالنه او د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار وکړ.

د افغانستان د قزلباشو شورا د انسجام رئیس مشتاق کبیر هم سیرت‌النبي (ص) ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې سوله، امنیت او ورورولي هغه شعار دی چې خدای جل جلاله د ستر پیغمبر له لارې د هغه حکم کړی. همدارنګه ده د ټولیز او کارند میانېزم پر جوړولو په ټینګار سره د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې خلکو او قومي شوراګانو ته مراجعه وکړي او د قومي شوراګانو په لویو غونډو کې برخه واخلي.

بل پلو یوه ګډون‌وال مولوي عبدالستار وویل، په هغه ټولنه کې چې څو کاله په جګړه او ګډوډیو کې ده، اړتیا ده تر څو د خلکو په فکرونو کې بدلون راوستل شي او که نه نو د سولې ټینګښت به ډېر وخت ونیسي. ده همدارنګه ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت باید پر داسې میکانېزم کار وکړي چې د خلکو ژوند بدل شي.

د سولې د څېړنو انستېتیوت رئیس احمد کمیل میرشاد بېګ رسنۍ او ښه حکومت‌ولي، د افغانستان د اوسني وضعیت تحلیل او د سولې د منشور جوړول د سولې بهیر د ښه‌والي لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله. ده همدارنګه ټینګار وکړ چې باید د سولې او جګړې پر ادبیاتو کار وشي.

د افق خبري آژانس رئیس ډاکټر محمد مهدي نوري هم د هېواد د وضعیت پر تحلیل او د سولې بهیر د مخینې پر مطالعه په ټینګار کولو سره وویل چې د سولې په بهیر کې باید داسې کسان نه وي چې خپلو شخصي ګټو ته ګوري او یا د حکومت د بې‌ثباته کولو او زیان‌منولو په لټه کې دي.

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې تر دې وړاندې هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت له علماوو، مخورو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو سره د سولې د ملاتړ او مشورې غونډې جوړې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه