د مدني ټولنې له بنسټونو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت لومړۍ مشورتي ناسته وشوه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۳:۷
smp

د مدني ټولنې له بنسټونو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت لومړۍ مشورتي ناسته د وزارت د چارواکو او د مدني ټولنې د چتر د شاوخوا 70 استازو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې وشوه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د دې ناستې په پيل کې وویل، دغه ریاست د دې لپاره جوړ شوی چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو له اغېزناک رول څخه ګټه واخلي تر څو د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خلکو غږونه سره یو شي. دې وویل چې افغانان په یوه حساس تاریخي پړاو کې دي؛ باید جګړه ختمه شي او تل‌پاتې، دوامداره او عدالت‌محوره سوله راشي.

دې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د مدني ټولنې له بنسټونو سره په همغږۍ د ټولنیزې سولې لپاره په ګډه کار وکړي. دې زیاته کړه چې د افغانستان د ګټو، عزت او اقتدار لپاره ټولنیزې سولې ته اړتیا ده او ټولنیزه سوله د مدني ټولنې له بنسټونو پرته ناشونې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوی او اداري مرستیال غلام‌یحیا عباسي هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. ده وویل چې دا وزارت د درېیو پړاوونو یعنې تر خبرو وړاندې پړاو، د خبرو د جریان پړاو او تر خبرو وروسته پړاو لپاره پر ځانګړو کاري پروګرامونو کار کوي. ده د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو پر رول ټينګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مدني ټولنې رول پراخ کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیز رفیعي په خپله وینا کې وویل چې د مدني ټولنې بنسټونو د سولې په بهیر کې د درېیم‌ګړي په توګه هغسې فعال رول نه دی لرلی لکه څرنګه چې په کار دی.

ښاغلی رفیعي د جګړې د ښکېلو غاړو پر اوربند ټينګار وکړ او ویې ویل چې د شخړې د محرکونو پر پېژندلو او د جګړې د بیازیږېدو پر څرنګوالي غور نه دی شوی؛ تر څو چې دا انګېزې ونه‌پېژندل شي، سوله راوستل به ستونزمن کار وي.

همدارنګه ده وویل چې د مدني ټولنې بنسټونو د سولې او جګړې په اړه په علمي څېړنو، غونډو او سمینارونو جوړولو سره د سولې لپاره د پوهاوي او زمینې‌جوړولو په برخه کې کار کړی او په دې برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره هم همکاري کولای شي.

د هغو کسانو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالی چې جګړه پرېږدي، د جګړې قربانیانو ته رسیده‌ګي، د سولې د څېړنیز انستېتیوت جوړول او د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې یوه نظارتي اداره جوړول هغه وړاندیزونه وو چې ده د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د مدني ټولنې د بنسټونو د همکارۍ د ښه کېدو لپاره وکړل.

د پروګرام په یوه برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو استازي په دوو ګروپونو کې سره کېناستل؛ د سولې په ټينګښت کې یې د مدني ټولنې د بنسټونو د رول او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره یې د دغو بنسټونو د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې، بیا یې د خپلو نظرونو مجموعه له ګډونوالو سره شریکه کړه.

د پروګرام په پای کې وړاندیز وشو چې باید د سولې لپاره یو داسې مشورتي بورډ جوړ شي چې د کابل او نورو ولایتونو د مدني ټولنې د بنسټونو فعالان پکې وي، تر څو دغه بورډ د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همغږۍ د سولې بهیر د لا ډېرې اغېزناکتیا لپاره کار وکړي.

دا ناسته د یوې ورځې لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په ګډون وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه