د مدني ټولنې د نوو راټوکېدلو رهبرانو له شبکې سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د غړو مشورتي ناسته

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۲:۵۲
SMP

له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو پر دوام فوزیې کوفي او خالد نور د ټیم په استازیتوب د «مدني ټولنې د نوو راټوکېدلو رهبرانو شبکې» له مشر او غړو سره وکتل.
د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې فوزیې کوفي وویل چې دغه ناسته د یادې شبکې د غړو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې ده. 
نوموړې د سولې بهیر په اړه وویل چې د دغه بهیر وخت نیوونکي او پېچلي حالت ته په پام سره دا اړتیا رامنځته کېږي چې د مذاکره کوونکي ټیم او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ نږدې اړیکې او د همکارۍ فضا موجوده وي. مېرمن کوفي همدا راز زیاته کړه چې دغه ټیم په یو شمېر طرحو کار کړی چې د نوو نظرونو له ترلاسه کولو وروسته به وروستۍ او د تصویب لپاره به د مصالحې عالي شورا او حکومت ته واستول شي. 
د مذاکره‌کوونکي ټيم بل غړي خالد نور د دغه ټیم د فعالیتونو په اړه د معلوماتو په ورکړې سره زیاته کړه چې دوی په تېرو درېیو میاشتو کې د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره پرله پسې مشورتي ناستې کړې دي. نوموړي همدا راز وویل په هغو ګڼو ناستو کې چې د ټیم د غړو ترمنځ شوې د مذاکراتو پر منځپانګه او د ټیم په داخلي چارو بحث شوی دی. ده له دغې شبکې وغوښتل چې د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې له دوی سره شریک کړي. 
د مدني ټولنې د نوو راټوکېدلو رهبرانو د شبکې مشر ناظم مظهر د دغې شبکې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو په ورکړې سره له مذاکره‌کوونکي ټیم سره د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود او ډاډ یې ورکړ چې د دغې شبکې غړي په خپل‌خوښي ډول له مذاکره‌کوونکي ټیم سره همکارۍ ته چمتو دي. 
د ناستې پر دوام د دغې شبکې نورو غړو د سولې بهیر په اړه خپل وړاندیزونه، نظرونه، اندېښنې او غوښتنې له مذاکره کوونکي ټیم سره شریک کړل. 
د دغې شبکې غړو د سولې په بهیر کې د ځوانانو او مېرمنو پر پوره او معنادار حضور ټینګار وکړ او ویې ویل اړتیا ده چې د ښځو، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو په حضور یو مشوره ورکوونکی مذاکراتي ټیم جوړ شي او د اړتیا پر مهال د مشورې په برخه کې له مذاکره کوونکي ټیم سره همکاري وکړي. 
د مدني ټولنې د دغه بنسټ غړو همدا راز د سولې بهیر پر ټول شمول‌والي د ټینګار ترڅنګ وړاندیز وکړ چې مذاکره‌کوونکی ټیم دې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خلکو خبرې واوري او د مشورې غوښتلو لمنه دې یوازې تر کابل ولایته نه محدودوي. 
د اوربند ټینګښت بل هغه مورد و چې د دغه بنسټ غړو پرې ټینګار کاوه. 
د مذاکره‌کوونکي ټیم غړو د نظرونو او وړاندیزنو له اورېدو وروسته د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د مذاکراتو په لړ کې به د ټیم هر یو غړی د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي. 
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم مذاکره کوونکي ټیم د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره د مدني ټولنې له ګڼو بنسټونو سره مشورتي ناستې جوړې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه