د مدني ټولنې د بنسټونو له استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړۍ ناسته وشوه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۷:۴۱
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته په آنلاین ډول جوړه کړه. په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو مولوي عطاءالله لودین، فاطمې ګیلاني، عبدالمتین بېک، محمد ناطقي او غلام‌فاروق مجروح، د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو ګډون وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په معرفۍ کې وویل: ټاکل شوې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د ټولنې له څه باندې شلو بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې وکړي. دا چې د مدني ټولنې بنسټونه د تل‌پاتې او باعزته سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د ناستو په لړۍ کې لومړۍ ناسته له دغو بنسټونو سره وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي هم وویل چې د جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په هدایت او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي په غوښتنه د ټولنې له بېلابېلو پاړکو په ځانګړي ډول له هغو پاړکو سره چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ټینګار پرې وشو، د مشورتي ناستو لړۍ پیلېږي.
همدارنګه ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د خلکو د وصل مرکز دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل چې د دغو ناستو موخه خلکو ته د سولې مذاکراتو د بهیر معلومات وړاندې کول، د خلکو او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ مخامخ اړیکه جوړول او د سولې په بهیر کې بېلابېلو پاړکو ته ونډه ورکول دي.
ورپسې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي محمد ناطقي د بهیر له رسمي پیل راهیسې تر اوسه د مذاکراتو د جریان په اړه معلومات وړاندې کړل.
عبدالمتین بېک هم د مدني ټولنې بنسټونه د جمهوري نظام اساسي ارکان وبلل او ویې ویل چې د سولې لپاره لاسته‌راغلي فرصتونه باید له بېلابېلو پاړکو سره په همکارۍ وکارول شي.
فاطمې ګیلاني هم د سولې په بهیر او همدارنګه د وروستیو کلونو په بدلونونو کې د مدني ټولنې د بنسټونو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، موږ په هغه ناسته کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کوربه‌توب وشوه، د ننني افغانستان د حقیقتونو او د افغانستان له لرې پرتو سیمو سره د مدني ټولنې بنسټونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه دې وویل، اړتیا ده چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي او مدني ټولنې د بنسټونو د غړو تر منځ دایمي اړیکې جوړې شي.
مولوي عطاءالله لودین وویل چې مذاکره‌کوونکی پلاوی په ډېره حوصله په دوحه کې د خلکو غوښتنې او اراده تمثیلوي. ده ټینګار وکړ چې مذاکره‌کوونکي پلاوي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې مطرح شوې غوښتنې د مذاکراتو بنسټ او اصل ټاکلی.
ورپسې د مدني ټولنې د بنسټونو استازو له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل. دوی د مدني ټولنې د بنسټونو او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ د دوه‌اړخیزې اطلاع‌رسونې لپاره د څرګند میکانیزم غوښتنه وکړه، تر څو د مدني ټولنې د بنسټونو مشورې شریکې شي او همدارنګه پر معلوماتو خبر شي. همدارنګه د مدني ټولنې د بنسټونو غړو ځینې پوښتنې مطرح کړې او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو ځوابونه ورکړل.
غلام‌فاروق مجروح وویل، د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د نظرونو اخیستلو لپاره به په دوامدار ډول مشورتي ناستې وشي.
همدارنګه ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، لکه څرنګه چې د سولې مذاکراتو په پرانیسته کې نړیوالو ملاتړو د جمهوریت او باثباته نظام ملاتړ اعلان کړ، د جمهوریت د ساتنې لپاره به هم خپل ملاتړ دوامدار وساتي.
ده ټینګار وکړ چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو تر منځ واحد نظر موجود دی او د دوی ملي دریځ لا پیاوړی شوی هم دی.
مولوي عطاءالله لودین هم وویل چې مذاکره‌کوونکي پلاوي ته د افغانستان د خلکو او حکومت ارزښتونه مهم دي او ډاډ یې ورکړ چې د پلاوي غړي به تر دغو ارزښتونو تېر نه‌شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د غونډې د راټولولو پر مهال له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: دا چې د مدني ټولنې بنسټونه د جمهوري نظام تر ټولو لوی رکن دی، لومړۍ ناسته د مدني ټولنې بنسټونو د استازو په ګډون او حضور کې جوړه شوه. همدارنګه ده وویل چې د جمهوریت په اړه د نړیوالې ټولنې لیدلوری واحد دی او د مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ هم یووالی او د نظر اتفاق موجود دی.
ښاغلي نادري همدارنګه وویل چې د سوله‌غوښتنې روحه که څه هم له بېلابېلو لیدلورو سره ده، خو د مذاکرې له دواړو لورو سره موجوده ده.
د یادونې ده چې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو لړۍ د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د ونډې او ګډون پیاوړي کولو، د مذاکراتو په بهیر کې د روڼتیا ډېرولو، د مذاکراتو له جریانه د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د خبرولو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په اړه پر شته لیدلورو د اجماع رامنځته کولو په موخه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه