د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتي او همغږۍ بورډ د کاري مېکانېزم د وروستي کولو مشورتي ناسته
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مسوولانو او «د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتي او همغږۍ بورډ» د غړو ترمنځ د دغه بورډ د کاري مېکانېزم په لومړنۍ نسخه بحث وشو.
په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلاجعفري د دغه کاري مېکانېزم د ترتیب د پړاوونو په اړه لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه بورډ د غړو یوې شپږ کسیزې کمېټې له پرله پسې ناستو او مشورو وروسته د دغه مېکانېزم لومړنۍ نسخه چمتو کړې ده.
نوموړي وویل چې ټاکل شوې مشورتي بورډ د دغه مېکانېزم پر بنسټ له مذاکره کوونکي ټیم سره همکاري وکړي.
د مشورتي بورډ غړو په یوه رڼه، ځواب ویونکې او ټول شموله پروسه کې د مدني ټولنې د غږ منسجمول او له سولې بهیر څخه ملاتړ د دغه بورډ د جوړېدو اصلي موخې وبللې.
هغوی د دغه ټکي په روښانولو سره چې مشورتي بورډ باید د یوه ارتباطي پل په توګه مذاکره کوونکي ټیم ته د ملت غږ ورسوي د دغه بورډ په مشورتي رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه بورډ به د فکر د یوې خونې په توګه فعالیت کوي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې کوچنۍ کاري کمېټه دې د غړو د نظرونو په شاملولو سره د مېکانېزم اصلاح شوې بڼه چمتو او د تأیید لپاره یې دې د کمېټې غړو ته وړاندې کړي.
همدا راز په دغه ناسته کې د بورډ غړو په بورډ کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې مؤسسې او د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د غړیتوب په اړه رای اچونه وشوه چې د بورډ ډېری غړو د دغو بنسټونو له غړیتوب سره هوکړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتي او همغږۍ بورډ غړي په یوه ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو ریاست له خوا جوړه شوې وه د مدني ټولنې د اویا چتري بنسټونو له منځه ټاکل شوي دي.
