د مدني ټولنې بنسټونه د ملت او دولت تر منځ د ارتباطي پله رول لوبولای شي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري «د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ د شمولیت او استازیتوب په بحث» کې وویل چې موږ باید د ټولنیزې سولې بحث د افغانستان له تر ټولو لرو برخو څخه پیل کړو او دا مدني ټولنه ده چې په دغه بهیر کې د ملت او دولت تر منځ د ارتباطي پله رول ادا کولای شي.
آغلې جعفري وویل چې د مدني ټولنې بنسټونه په دغه بهیر کې د خلکو د راښکېلولو او پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولای شي او زیاته یې کړه، تر څو چې د هېواد هره ښځه او هر سړی ځان د سولې مالک ونهبولي، موږ تلپاتې سولې ته نهشو رسېدای.
دې وویل لکه څرنګه چې د افغانستان حکومت د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول ټينګار کوي، د مدني ټولنې او افغانو ښځو له څارنې پرته به هره مذاکره نیمګړې وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې د رسنیو په ګډون د مدني ټولنې له بنسټونو وغوښتل چې د همفکرۍ فضا پراخه کړي او د سولې بهیر د پر مخ وړلو لپاره په ټولنه کې د واحد غږ د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د څېړنو د ادارې (AREU) مدیرې ډاکترې اورځلا نعمت اشرف وویل چې د سولې د بهیر لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د پیاوړي او متحد غږ پورته کول د مدني ټولنې د هر یوه غړي ملي رسالت دی.
د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع (مجما) رئیس عزیز رفیعي هم په دغه پروګرام کې وویل چې موږ په هېواد کې د پرانیستي بحث، برابرۍ او ورورولۍ، زغم او یو بل منلو د فضا رامنځته کولو ته اړتیا لرو چې په هغو کې آرامي له پراختیا او ښهوالي سره یوځای رامنځته شي.
همدارنګه ښاغلي رفیعي وویل موږ اړ یو تر څو داسې فضا رامنځته کړو چې په هغې کې سیاسي – ټولنیز عقلانیت پر جګړه او جګړهييز تفکر غالب شي، تر څو خلک تر څلورو لسیزو جګړې وروسته خپل بنسټیز بشري او انساني حقونه ترلاسه کړي.
د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ د شمولیت او استازیتوب بحث د څلور دېرشو ولایتونو د مدني ټولنې د استازو په ګډون د څېړنې او پراختیا ادارې (DROPS) له لوري د اړیکو دفتر (TLO) په همکارۍ په کابل کې جوړ شو.
