د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په بهیر کې د ملت د ګډون زمینهبرابروونکي دي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنو د انسجام رئیسې لیلا جعفري په هرات کې د مدني ټولنې د ملي اونۍ په درېورځنۍ ناسته کې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو پر رول ټینګار وکړ.
آغلې جعفري په درېیم پنل کې «په افغانستان کې د سولې په راوستو او ترویج کې د مدني ټولنې د بنسټونو رول» په عنوان وینا وکړه.
دې وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امن، هوسا او سولهييز افغانستان لپاره د مدني ټولنو له بنسټونو سره دوهاړخیزه همغږي او همکاري غواړي.
همدارنګه آغلې جعفري د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مدني ټولنې بنسټونه د دولت او ملت تر منځ د اړیکو لپاره د پله په څېر دي.
دې وویل موږ د ملت د غږ اورېدو او د سولې په پروسه کې د هغوی د ګډون لپاره د دغه ارتباطي پله پیاوړي کول او منظمول غواړو.
دې همدارنګه په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د استازو د غوښتنې پر بنسټ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو په اړه د دغه وزارت د کاري ساحې په اړوند وویل: د سولې د خبرو مدیریت او د سولې د هوکړهلیک پر پلي کېدو نظارت د سولې په چارو د دولت وزارت د کاري ساحې یوه برخه ده.
د مدني ټولنې د ملي اونۍ ناسته د افغانستان د مدني ټولنې انستیتوت د درېیو ورځو لپاره د لیندۍ میاشتې له 8مې څخه تر 10مې نېټې پورې په هرات کې جوړه کړې وه.
