د مدني ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو له استازو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناسته
د جګړې د قربانیانو د حقونو له مدافعینو، د مدني ټولنې د بنسټونو او د کډوالۍ په برخه کې د فعالو بنسټونو له استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو مشورتي ناسته وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې هم ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو محمد ناطقي، شریفې زرمتۍ وردګ او خالد نور په حضور کې وویل چې دغه ناسته د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو اخیستلو او د دوی پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره جوړه شوې ده.
په دې ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي محمد ناطقي د افغانستان د سولې مذاکراتو د لومړي دور په اړه معلومات وړاندې کړل.
ده د مذاکراتو د ناستو پر ګډ طرزالعمل بحثونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړو لورو د تلپاتې سولې د راوستو ژمنه کړې ده.
همدا راز ښاغلي ناطقي وویل چې پر اجنډا هم کار پیل شوی، د اجنډا لپاره د دواړو لورو په وړاندیزي مواردو کې ګډ او اختلافي ټکي شته، له دې امله اړتیا ده چې د اجنډا په اړه بحث وشي.
شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې مذاکرات ملي بهیر دی او دغه بهیر باید زیانمن نهشي، له همدې امله مذاکرهکوونکی پلاوی په حوصلې او صبر سره مذاکرات مخ ته بیايي.
آغلې زرمتۍ وردګ وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی د هېوادوالو د اساسي حقونو او ملي ګټو ساتنې او ملاتړ ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې زموږ لهخوا به اوربند د اجنډا په سر کې وي.
همدا راز دې وویل چې د مذاکراتو بهیر د بډایولو او میکانیزمونو جوړولو لپاره مذاکرهکوونکی پلاوی د ټولنې د بېلابېلو پاړکو مشورو او نظرونو ته اړتیا لري.
د ناستې په دوام ګډونوالو له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپل نظرونه، وړاندیزونه، اندېښنې او پوښتنې شریکې کړې. دوی وویل، خلک تمه لري چې مذاکرهکوونکی پلاوی به یې د حقونو او ارزښتونو دفاع وکړي.
ګډونوالو له مذاکرهکوونکي پلاوي څخه وغوښتل چې د سولې په مذاکراتو کې د خلکو نظرونو او وړاندیزونو ته پام وکړي. همدا راز د مذاکراتو په دویم پړاو کې یې د اوربند د اعلان لپاره د مذاکرهکوونکي پلاوي پر دریځ ټینګار وکړ.
دوی غوښتنه وکړه چې مذاکرهکوونکي پلاوي ته د مشورې ورکولو لپاره باید د متخصصانو او سلاکارانو یوه ډله جوړه شي چې د مذاکراتو په لړ کې د تخصصي مواردو په اړه مشورې ورکړي.
د لاستهراوړنو ساتنه، مذاکرهکوونکي پلاوي ته د مشورو ورکولو لپاره اکاډمیکې کمېټې جوړول، ښې حکومتولۍ ته پام، منځګړی ټیم جوړول، د مذاکراتو په جوړښت کې بدلونونه او د جګړې قربانیانو ته پام نور هغه موارد وو چې ګډونوالو خبرې پرې وکړې.
خالد نور وویل چې د متخصصانو ټیم ته اړتیا ده تر څو د مذاکرې په ځای او د ملي مصالحې په عالي شورا کې له مذاکرهکوونکي پلاوي سره مشورې شریکې کړي.
ښاغلي نور وویل چې پلاوی اوربند ته د رسېدو په هڅه کې دی. ده د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو او په تېره بیا د اوربند په اړه خپلې تمې په واقعبینانه ډول مطرح کړي.
ښاغلي نور وویل چې مذاکرهکوونکی پلاوی خپلواک دی او د ټولو پاړکو په استازیتوب د نظام دفاع کوي.
شریفې زرمتۍ وردګ د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، په مذاکرهکوونکي پلاوي کې د ښځو فعال حضور د دې لامل شوی چې افغانې ښځې طالبانو او نړیوالې ټولنې ته ور وپېژندل شي.
محمد ناطقي د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې پلاوی د شته نظام له واحد دریځ څخه بحث ته دننه کېږي.
د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په راټولولو کې له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې طرحې له وزارت سره شریکې کړي تر څو مذاکرهکوونکي پلاوي ته ورسېږي.
