د لوېديځ زون لپاره «د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» دویم کنفرانس جوړ شو

a.zia
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۳:۴
smp

«د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» دویم کنفرانس د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې د ویډیو کنفرانس په ډول جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د هېواد د لوېديځ زون د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د مطالعاتي او څېړنیزو بنسټونو استازو ګډون کړی و. دوی د سولې د پروګرامونو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې په دغو برخو کې به له دغه وزارت سره همکاري وکړو.

لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د سولې بهیر د اغېزناکتیا لپاره په دغه بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو په تېره د اکاډمیکو بنسټونو د ونډې اړتیا ده. ده د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو د رول اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اکاډمیک شخصیتونه پر ځوان نسل اغېزې لري او دې اغېزناکتیا ته په کتو سره دوی د سوله‌غوښتنې لپاره په ذهنیت جوړولو کې فعالانه کار کولی شي.

ده سوله یو پېچلی او وخت‌نیوونکی بهیر وباله او ویې ویل چې باید له ټولو خلکو سره مشوره وشي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت به دغه بهیر اسان کړي.

بل پلو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو عمومي رئیس غلام‌یحیی حازم هم په کنفرانس کې د پوهنتونونو له حاضرو رئیسانو، استادانو او د څېړنیزو او مطالعاتي بنسټونو له استازو مننه وکړه او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي د سولې لپاره د ګډ کار په موخه له اکاډمیکو بنسټونو سره د همکارۍ واحد چتر جوړ کړي.

ده اکاډمیک بنسټونه د مدني ټولنې بدنه وبلله او ویې ویل چې اکاډمیکو بنسټونو تل د ټولنیزې سولې په راوستو کې رول لرلی او نړۍوالې تجربې ښيي چې دغه رول په سیاسي سوله کې هم مهم او ګټور کېدای شي.

همدارنګه ده زیاته کړه چې هڅه کېږي د ارتباطي میکانیزمونو په جوړولو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت او اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د مشورتي ناستو په دوام سره د اکاډمیکو بنسټونو لپاره د اړینو همکاریو زمینه برابره شي، تر څو پوهنتونونه په دغه بهیر کې خپل رول هغسې ادا کړي چې په کار دی او له مذاکره‌کوونکي ټیم سره یې د تخنیکي او مسلکي ملاتړ په برخه کې هم وړتیاوې وکارول شي.

د کنفرانس په دوام ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او لیدلوري څرګند کړل. دوی د سوله‌غوښتنې او سوله‌پالنې په فرهنګ دودولو کې د اکاډمیکو بنسټونو رول مهم وباله او ویې ویل چې د ټولنیزې سولې په راوستو، د نرمۍ او همکارۍ د بحثونو په جوړولو او د افراطي باورونو، تعصب او تاوتریخوالي د ډېرېدو په مخنیوي کې د اکاډمیکو بنسټونو د تجربو او پوهې کارولو ته اړتیا ده.

د جګړې د عوامولو ريښې موندل، د جګړې قربانیانو ته پام او د هغوی نظرونه اورېدل، د سولې د مفرداتو جوړول او د پوهنتونونو په درسي نصاب کې یې اضافه کول، په اکاډمیکو بنسټونو کې د بیان او فکر د آزادۍ ساتنه، څېړنیزو کارونو ته ارزښت ورکول، د سیاست‌والو تر منځ همغږي رامنځته کول او د اتباعو د حقونو ساتنه هغه موارد وو چې د سولې په مذاکراتو کې یې پر تمرکز ټینګار وشو.

همدارنګه دوی د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناستې د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو د شریکېدو لپاره مثبت ګام وباله او د دغو پروګرامونو د دوام لپاره یې د یوه مشخص میکانیزم جوړول اړین کار وباله.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې «د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» لومړی کنفرانس د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو عمومي ریاست د دغه وزارت د غونډو په تالار کې جوړ کړی و چې د مرکزي زون د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د څېړنیزو او مطالعاتي بنسټونو استازو ګډون پکې کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه