د لوېديځ زون د محصلینو د سولې بحث ناسته وشوه
د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د محصلینو د سولې بحث دوهم پړاو په لوېديځ زون کې ترسره شو چې د هرات د والي مرستیالې مونسې حسنزاده، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پلازمېنې زون رئیس او د دغه پروګرام مسؤول باسط احمد حافظي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لوېديځ زون رئیس عارف کیاني، د هرات پوهنتون مسؤولینو او د هرات، فراه او بادغېس ولایتونو محصلینو ګډون پکې کړی و.
د ناستې په پیل کې د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی ډاکتر محمد داوود منیر ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه بحث د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا د هرات، فراه او بادغېس ولایتونو لپاره د بحث دوهم پړاو دی. بالاخره به د دېرشو کسانو له منځه ۶ کسان بل پړاو ته لاره پیدا کړي، په داسې ډول چې د هر پوهنتون دوه کسه به پکې شامل وي. ده وویل، هیله ده چې د دغه بحث داوران د سولې په اړه تر ټولو ښې طرحې انتخاب کړي.
د هرات د والي مرستیالې مونسې حسنزاده د دغه بحث د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، دغه بحث د سولې بهیر په اړه د محصلانو د طرحو او نظرونو د راټولو لپاره ښه اقدام دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پلازمېنې زون رئیس او د دغه پروګرام اجرايوي مسؤول باسط احمد حافظي وویل چې بحث جوړول د سولې په اړه د ملي اجماع پیاوړي کولو او انسجام او په اکاډمیکو بنسټونو کې د نظرونو یوځای کولو ته لاره هواروي او ټینګار یې وکړ چې تېرو تجرو ته په کتو د بېلابېلو پاړکو نظرونو یوځای کولو او په ټول افغانستان کې اجماع رامنځته کولو ته کلکه اړتیا ده.
ښاغلي حافظي وویل چې دغه بحث د افغانستان په کچه د ۳۹ پوهنتونونو په ګډون جوړ شوی او موخه یې دا ده چې ځوانان د سولې په بهیر کې ښکېل او مشارکت یې خوندي شي.
ده وویل چې په اکاډمیکو بنسټونو کې د ځوانانو د نظرونو او وړاندیزونو د راټولولو لپاره دغه پروګرام کافي نه دی او ټینګار یې وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ځوانانو د نظرونو راټولولو لپاره نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
ورپسې ګډونوالو محصلینو د سولې بهیر په اړه خپلې طرحې وړاندې کړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پلازمېنې زون رئیس او د پروګرام اجرایوي مسؤول باسط احمد حافظي د محصلینو د طرحو تر وړاندې کېدو وروسته وویل، هغه ګډونوال چې وروستي پړاو ته یې لاره نه ده موندلې، د یوې ډلې جوړولو له لارې به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په اړیکه کې وي او د سولې په نورو پروګرامونو کې به ونډه ورکړل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لوېديځ زون رئیس عارف کیاني د ناستې په راټولولو کې وویل، د ځوانانو د علمي شتمنیو په مټ د افغانستان د راتلونکي او د سولې د هڅو یو هیلهمنوونکی لرلید لیدلی شو.
ده وویل، هغه ګډونوال چې طرحو یې وروستي پړاو ته لاره نه ده موندلې، د سولې د زدهکړې، سولې جوړلو او سولې بنسټیزولو په برخو کې به له وزارت سره همکار وي.
ده وویل چې د سولې بهیر په اغېزناکتیا کې د همکارۍ لپاره ځونانانو، ښځو، علماوو او اکاډمیکو بنسټونو ته ونډه ورکول د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرامونو یوه برخه ده او هیله یې وښوده چې د سولې بهیر د ښهوالي لپاره په اکاډمیکو بنسټونو کې د ځوانانو وړتیاوې وکارول شي.
د ناستې په پای کې د لوېديځ زون د سیالۍ شپږو ګټونکو ته تصدیقلیکونه او هغو کسانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د بحث په جوړولو کې یې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کړې وه.
د سولې ملي بحث د ټول افغانستان د دېرشو پوهنتونونو په کچه جوړ شوی او ټاکل شوې له هر پوهنتون څخه لس ګډونوال د سولې د اړوندو طرحو په وړاندې کولو سره په خپلو کې سیالي وکړي او له هر پوهنتون څخه دوه کسه وروستي پړاو ته لاره ومومي. په اتو زونونو کې به د سولې بحث د لړۍ تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکي کې د محصلینو د سولې ملي بحث د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو د منتخبو محصلینو په ګډون په کابل کې جوړ شي.
