د لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو د سولې د هڅو ملاتړ اعلان کړ

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۱:۱۷
SMP

د لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند سره په لیدنه کې د سولې لپاره د حکومت د اووه ماده‌ييزې طرحې ملاتړ وکړ.

یوه قومي مشر ملک حاجي ګلادین د سولې په چارو کې د دولت وزارت او خلکو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د کار لپاره د خلکو د ډلو په راټولولو کې همکارۍ ته چمتو یم.

همدارنګه حاجي شاه‌پسند احمدزي د سولې پروسې د تطبیق لپاره د خلکو تر منځ د یووالي اهمیت ته په اشارې سره وویل چې افغانان باید د سولې د ټینګښت لپاره په خپله د همت ملا وتړي. ده ټینګار وکړ چې په چوپ پاتې کېدو سره سوله نه‌شو راوستی؛ دا خلک دي چې باید غږ پورته کړي او خپل حق یعنې سوله او امنیت وغواړي.

ورپسې ډاکتر میرویس څرګند له قومي مشرانو مننه وکړه او ویې ویل چې سوله ملي پروسه ده او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي په ټول هېواد کې له خلکو سره په لیدنو او د خلکو د ډلو په جوړولو سره د خلکو نظرونه او وړاندیزونه د سولې په بهیر کې راګډ کړي او د دولت او ملت تر منځ واټن له منځه یوسي.

ښاغلي څرګند وویل چې افغانان له یوې رواني جګړې سره مخ دي او باید له دې جګړې سره د مبارزې لپاره لاسونه سره ورکړي. ده دغو قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل چې د سولې پیغام په کلیو او بانډو کې خلکو ته ورسوئ.

همدارنګه ښاغلي څرګند ټینګار وکړ: هغه سوله چې د افغانانو په خپلو هڅو راشي، هېڅوک به یې له منځه یونه‌وړای شي.

دغه ناسته د سولې په بهیر کې د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مسوولینو او خلکو تر منځ د غونډو په لړ کې وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه