د قومي او ټولنیزو ډلو له استازو سره د سولې مشورتي ناسته وشوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند د شمالي ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل. په دغه لیدنه کې قومي مشرانو د سولې د پروسې په اړه خپل نظرونه شریک او د سولې له پروسې یې ملاتړ اعلان کړ.
دغو قومي مشرانو څرګنده کړه چې د افغانستان ټول خلک باید د سولې راوستلو لپاره هڅې وکړي او د خلکو یووالی کولی شي د سولې په راوستو کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغوی همدا راز ټینګار وکړ چې سوله یوه ملي پروسه ده او ټول قومونه باید په دغه پروسه کې ونډه واخلي.
ښاغلي څرګند د قومي مشرانو له ملاتړ څخه په مننې سره وویل چې جمهور رئیس د سولې ملاتړی دی او د سولې په پروسه کې د خلکو د ډېرې ونډې غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې یووالی او یوبل منل د سولې کیلي ده.
