د فارسي‌ژبو ترک‌تبارانو د انسجام شورا د سولې په برخه کې همکاري کوي

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۲:۳۶
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان د فارسي‌ژبو ترک‌تبارانو د شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
د افغانستان د فارسي‌ژبو ترک‌تبارانو د انسجام د شورا رئیس عظیم خنجاني وویل چې زموږ شورا د سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، دغه شورا چمتو ده چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همغږۍ د سولې د بهیر اسانولو لپاره کار وکړي.
همدارنګه ده وویل چې دې شورا د سولې لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده چې ډېره ژر به له وزارت سره شریکه شي.
د دې شورا د مشرتابه پلاوي یوه غړي عبدالعالم هاشم‌بېګ د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د دې شورا پر همکارۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، اړتیا ده چې د سولې بهیر ولسي وي او د شهیدانو او معلولینو کورنۍ هم پکې برخه‌والې وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند وویل چې دغه وزارت د سولې لپاره د هر ډول همکارۍ ملاتړ کوي.
همدارنګه ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوازنۍ اداره ده چې د سولې بهیر د پرمخ بېولو مسوولیت لري او اړینه ده چې ټولې ادارې له دغه وزارت سره په همکارۍ په منسجم ډول کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه