د شهید فاطمه خلیل ښوونځي د پرانستې په مراسمو کې سولې په چارو کې د دولت وزير ګډون

a.zia
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۲:۱۹
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کونکي ټيم پلاوي غړي د شهید فاطمه خليل ښوونځي د پرانستې په مراسمو کې ګډون او وینا یې وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزير د توانا ماشومانو د نوښت موسسې له لورې د يتیمو او معلوليت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړو چمتو کولو په خاطر له يادې موسسې څخه مننه وکړه او دغه ښوونځی پيل يې د شهيد فاطمه خليل هيلو او ارمانونو ته رسېدو له لپاره يو نیک ګام وباله.

ښاغلي نادري دا هم وویل چې د افغانستان دښمنانو په ښوونځیو او جوماتونو په وروستيو تروریستي بریدونو سره په ډاګه کړه، چې دوی افراطیت او تروریزم ته د ودې ورکولو په خاطر د خلکو او ديني عالمانو سره ښکاره دښمني لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزير په دانش کوثر، موعود، سید الشهدا پر روزنيزو مرکزونو او د کابل په شکردرې کې په جومات وروستي تروریستي بریدونه وغندل او دغه بریدونه یې د افغانستان د پوهې د ودې او پرمختګ څخه د هېواد د دښمنانو ويره وبلله.

د یادونې وړ ده چې شهید فاطمه خلیل، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې تیرکال په د هغې پر موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله په شهادت ورسیده. د هغه په نوم نومول شوی ښوونځی د میرمن لیل محب او الهی عمر په مشرۍ د توانا ماشومانو نوښت موسسې لخوا رامینځته شوی او د سولې په چارو کې د دولت وزير به د دغه نهاد د مشاورینو د بورډ غړی وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه