د شمال زون مدني ټولنې بنسټونو له استازو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناسته

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۴:۸
smp

د بلخ، سمنګان او سرپل ولایتونو د مدني ټولنې بنسټونو یو شمېر مسؤولانو د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د وېډیو کنفرانس له لارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو له رئیسې لیلا جعفري سره شریک کړل.
د شمال زون مدني ټولنې د بنسټونو مسؤولانو د سولې بهیر پر ټول‌شمول‌والي ټینګار وکړ او د سولې په چارو کې د دولت له وزارته یې وغوښتل چې د ټولنې ټول پاړکي په دغه بهیر کې ونډه ولري. 
دغو مدني فعالانو وویل چې د سولې مذاکراتو موضوعات دې د مدني ټولنې له بنسټونو سره هم شریک شي ترڅو د مدني ټولنې استازي ځان د سولې په بهیر کې ښکېل وبولي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري په مشورتي ناسته کې د مدني ټولنې د بنسټونو د مسؤولانو له حضور څخه په مننې سره وویل چې سوله یو ملي بهیر دی او اړتیا ده چې ټول خلک په دغه بهیر کې ونډه ولري. دې د مدني ټولنې بنسټونه د حکومت او خلکو ترمنځ ارتباطي پل وباله او زیاته یې کړه چې د مدني ټولنې د بنسټونو استازي باید د هېواد له لېرې سیمو د خلکو غږ راټول او د سولې مذاکراتو تر مېز یې ورسوي. 
نوموړې د مدني ټولنې د بنسټونو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ويې ویل چې د سولې فضا جوړول او د سولې لپاره کار کول یوازې د وزارت مسؤولیت نه دی؛ بلکې ټول خلک په ځانګړي ډول د مدني ټولنې بنسټونه باید د دغې مهمې برخې لپاره کار وکړي او د حکومت او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ اړیکه دوه اړخیزه ده.
مېرمن جعفري د شمال زون مدني ټولنې له بنسټونو وغوښتل چې د سولې بهیر په اړه خلکو ته د مشورې او پوهاوي ورکولو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه