د شمال او شمال‌ختیځ زون لپاره «د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» درېیم کنفرانس جوړ شو

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۵:۵
SMP

«د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» درېیم کنفرانس د ویډیو له لارې په آنلاین ډول د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د شمال او شمال‌ختیځ زون د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د څېړنیزو او مطالعاتي مرکزونو او بنسټونو استازو ګډون کړی و. دوی د سولې لپاره په کار کولو کې د پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو رول مهم وباله او ویې ویل چې پوهنتونونه باید په ځايي او ملي کچه د سولې بحثونو ته زمینه برابره کړي.
په دې ناسته کې لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې اکاډمیک بنسټونه خپلو امکاناتو او له ځوانانو سره مخامخ او اغېزناکو اړیکو ته په کتو سره د سولې راوستو ته کار کولی شي.
ده د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو پر رول ټینګار وکړ او ویې چې دغه وزارت د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو د شریکولو لپاره له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي لیدنې په پلان کې لري.
بل پلو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو عمومي رئیس غلام‌یحیی حازم وویل چې «د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» کنفرانس د جوړېدو موخه له دغه وزارت سره د اکاډمیکو بنسټونو د همکارۍ لپاره د واحد چتر رامنځته کول دي.
ده د ټولنیزې سولې لپاره کار د اکاډمیکو بنسټونو اساسي رسالت وباله او ویې ویل چې دغه بنسټونه د سیاسي سولې لپاره هم مهم او اغېزناک رول ادا کولی شي.
ده له اکاډمیکو بنسټونو وغوښتل چې د سوله‌غوښتنې او سوله‌جوړونې په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د همکارۍ پر یوه میکانیزم کار وکړي تر څو د اوږدې مودې لپاره د دغو همکاریو د دوام زمینه برابره شي.
د شمال او شمال‌ختیځ زون د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د اکاډمیکو بنسټونو استازو هم د غونډې له غړو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. دوی په ملي پروسو په تېره بیا د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو پر مهم رول ټینګار وکړ او په دغه بهیر کې یې د فعالې ونډې غوښتنه وکړه.
دوی وویل چې اکاډمیک بنسټونه د سولې په برخه کې د بحثونو او کنفرانسونو په جوړولو سره په دغه بهیر کې مهم رول ادا کولی شي او د ټولنیزې سولې د راوستو زمینې برابرولی شي.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د سولې او د سولې د زیان‌پېژندنې پر ځانګړو څېړنو کار ته اشاره وکړه او په پوهنتونونو کې یې د سولې د کمېټو او څانګو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د اکاډمیکو او دولتي اجرائیوي بنسټونو تر منځ همغږي رامنځته کول، د ځوانانو لپاره د بحث د فضا زمینه برابرول، د جګړې د عواملو ريښې موندل، د نورو هېوادونو له تجربو څخه د سولې ترکیبي موډل جوړول، د سولې په برخه کې د فعالیت لپاره د ځوانانو پر وړتیاوو کار کول، د سولې په برخه کې کنفرانسونه جوړول او د سوله‌پالنې فرهنګ خپرول هغه موارد وو چې په اړه یې بحث وشو.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې «د افغانستان د سولې په بهیر کې د اکاډمیکو بنسټونو او مرکزونو رول» کنفرانس د هېواد په مرکزي او لوېديځ زون کې جوړ شوی چې د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د څېړنیزو او مطالعاتي بنسټونو استازو ګډون پکې کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د جاپان له سفیر میتسوجي سوزوکا سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي نادري په تېرو کلونو کې د افغانانو لپاره د جاپان د خدمتونو او. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله ستر سلاکار مصطفی مستور د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر پکا اولاوي هاویسټو سره. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۸:۱۳
Background image

د ناروې له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ناروې له سفیر اولي انډرس لېنډمن سره ولیدل. ښاغلي نادري په دغه نساته کې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ناروې هېواد له. . .

خبرونه