د شمال او ختيځ زونونو له قومي مشرانو سره مشورتي ناسته وشوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش د شمال او ختیځ زونونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بنسټونو او قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي په دې مشورتي ناسته کې وویل چې د سولې په بهیر کې د قومي مشرانو رول مهم او برخهلیک ټاکونکی دی. ده ټینګار وکړ چې د تاریخ په اوږدو کې قومي مشرانو مهم رول لوبولی او دا مهال چې افغانستان په سخت پړاو کې دی، اړتیا ده چې قومي مشران او مخور ټول په خپلو ساحو، ولسوالیو او ولایتونو کې خلک یووالي او ورورولۍ ته راوبولي او د سولې له بهیر سره همکار شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش هم وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې د بهیر په اړه د ټولو خلکو نظرونو او وړاندیزونو راټولېدو ته ژمن دی او دغه نظرونه مهم او برخلیک ټاکونکي دي.
د شمال او ختیځ زونونو مشرانو او مخورو ټینګار وکړ چې د دغو زونونو خلک به د سولې په برخه کې خپل رسالت ادا کړي او سولې ته د کار کولو لپاره به سره منسجم شي.
د یادونې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر دې وړاندې هم د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې کړې دي.
