د شخړو د حل او د سولې د ټینګښت تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو
"د سولې او ډېموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسې" د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP)په مالي او تخنیکي مرسته د شخړو د حل او د سولې د ټینګښت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
په دغه ورکشاپ کې چې د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې جوړ شوی و، له ګډونوالو سره د جګړهځپلو هېوادونو تجربې شریکې شوې تر څو د افغانستان شته ستونزو ته په پام ترې ګټه واخلي.
په دغه ورکشاپ کې د ملي اجماع پر پیاوړتیا او د سولې له پروسې په خبراوي ټینګار وشو او د سولې په پروسه کې د روزنیزو بنسټونو رول مهم وبلل شو.
