د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

a.zia
جمعه ۱۳۹۸/۱۱/۴ - ۶:۱۸
SMP

د حکومت په کچه د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې د جوړېدو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام تر حکم صادرېدو وروسته، دې کمېټې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ او د غړو په ګډون خپله لومړۍ ناسته وکړه.
عبدالسلام رحیمي په دې ناسته کې وویل چې په تېر کې د حکومتي ادارو او رامنځته شوو وړتیاوو تر ټولو ډېر تمرکز د جګړې پر مدیریت و. دا مهال باید شته وړتیاوې د سولې راوستلو لپاره د وړتیاوو منسجمولو لپاره وکارېږي او له همدې امله د سولې په چارو کې د همغږۍ لویه کمېته جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې په اړه اجماع رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه چې اوس اړتیا ده د هغې بیې پا اړه اجماع رامنځته شي چې د افغانستان خلک یې پرې کوي. ده ټینګار وکړ چې دا بیه باید د منلو وړ وي.
ده وویل چې د دولتي ادارو او دغې کمېټې کړنې به د سولې په بهیر کې د دولت پیاوړتیا او ځواکمني ثابته کړي.
ښاغلي رحیمي د اوربند په اړه وویل چې د اوربند د رامنځته کولو او ساتلو لپاره شته وړتیاوې باید منسجمې شي.
ده د سولې د بهیر په ډیزاین کې د خلکو رول مهم وباله او د اجماع په رامنځته کولو کې یې د علماوو رول د بېلګې په توګه یاد کړ. ښاغلي رحیمي وویل چې علماوو هم په هېواد دننه او هم له هېواده بهر ته په تلو سره د سولې په اړه د اجماع په رامنځته کولو او پیاوړي کولو کې مهم رول ادا کړی.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ښځو پر بسیج کولو او د سولې په بهیر کې د هغوی د ونډې پر تأمینولو ټینګار وکړ. ده وویل چې په افغانستان کې باید د پخلاینې بهیر پيل شي او د قومي شوراګانو په څېر وړتیاوې وکارول شي.
ده زیاته کړه چې دولت د هېواد په هر ګوټ کې خلکو ته د خدمتونو ور رسولو ته ژمن دی؛ خو د تېر په پرتله دقیقو او اغېزناکو خدمتونو رسولو ته اړتیا ده.
ښاغلي رحیمي د سولې په بهیر کې پر پوهاوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په اطلاع‌رسولو کې دقت یو مهم اصل دی؛ پیغامونه باید په ډېر دقیق ډول او د بیان د آزادۍ د ارزښتونو له مخې ورسول شي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتيا لپاره د داسې قوي ډيپلوماسۍ غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او ټیکاو له امله د سیمه‌ييزو او نړیوالو ګټو پر بنسټ ولاړه وي.
ده د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل چې طالبان د طبیعي سرچینو په ناقانونه استفادې، د کوکنارو په کښت او د نشه‌يي توکو په تولید سره تمویلېږي. ده وویل چې د سولې له بهیر سره تر یوځای کېدو وروسته د طالبانو د اشتغال او معیشت بدیل ته اړتیا ده.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال تاج‌محمد جاهد هم په دې ناسته کې خبرې وکړې او ویې چې پروګرامونه باید د ملي ګټو پر اساس جوړ شي او د جوړښتونو ګټورتیا ته پام وشي.
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي د سولې بهیر د اړوندو پلانونو د مالي ملاتړ په برخه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي رادیو – تلویزیون عمومي رئیس محمد اسماعیل میاخېل د هغو هېوادونو د رسنیو تجربې ته اشاره وکړه چې سوله پکې شوې ده او ویې ویل چې د رسنیو اطلاعات او د سیاسیونو رسنیز حضور باید دقیق او د بهیر پر واقعیتونو ولاړ وي.
د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو وزارت د پناه‌غوښتونکو د چارو مرستیالې ډاکترې عالمې هغو شته جوړښتونو ته اشاره وکړه چې د سولې په بهیر کې مرسته کولای شي. دې د بې‌وزلۍ کمولو عالي شورا ته په اشارې سره وویل چې دا شورا د بیا ادغام په بهیر کې مهم رول ادا کولای شي. دې د کډوالو سترې کتلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې وطن ته د کډوالو بیاراګرځېدو ته باید له وړاندې پلان ولرو.
د سرې میاشتې اجرايي رئیسې نیلاب مبارز وویل چې خلک باید درک شي او مسوولانه چلند ورسره وشي. دې له ټولنې څخه د کرکې د فرهنګ پر ورکولو او د انساني کرامت پر لاډېر ترویج ټینګار وکړ او ویې ویل چې د زندانونو وضعیت څېړنې ته اړتیا لري. همدارنګه آغلې مبارز وویل چې نامسوول وسله‌وال ځواکونه د ناامنۍ یو لوی لامل دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شهراز ځدراڼ د داخلي اجماع پر پیاوړي کولو ټينګار وکړ او ویې ویل چې د سولې ولسي اړخ ته باید پام وشي او مشارکت تأمین شي. ده وویل چې باید پر بدیل معیشت کار وشي.
د زندانونو او توقیف‌خونو عمومي رئیس احمدراشد طوطاخېل وویل چې له بده مرغه له پخوا څخه زندانونه د افراطیت پر ماشینونو بدل شوي او همدارنګه د څارن‌ځایونو وضعیت او له زندانیانو سره چلند مناسب نه دی. ده وویل چې دا مهال په دې برخه کې اقدام کولو ته اړتیا ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت‌الله غفوري د بې‌کارۍ او د خلکو لپاره د اشتغال‌پیداکولو په اړه وغږېد او ویې ویل چې د سولې تر عملي کېدو وروسته به دا وضعیت پراخ شي. ده زیاته کړه چې له همدې امله باید د ګډ او ګټور کار لپاره د ادارو تر منځ له وړاندې همغږي رامنځته شي.
په پای کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وویل چې حکومت نه یوازې دا چې د سولې خنډ نه دی، بلکې تسهیلوونکی یې دی. ده زیاته کړه چې حکومت د سولې له بهیر سره پر مسوولانه چلند مکلف دی؛ له دې امله د سولې په چارو کې د همغږۍ لویه کمېټه جوړه شوې ده، باید بهیر چټک کړو او کاري میکانېزمونه اصلاح کړو.
ده زیاته کړه چې خلکو ته باید د دولت د خدمتونو رسولو چاره پیاوړې شي او د زندانونو او زندانیانو د وضعیت ښه‌والي ته پام وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه