د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټې ناسته جوړه شوه
د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د دغه وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال او د یادې کمېټې د غړو په حضور سره جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالله خنجاني د دغې ناستې جوړېدل د کمېټې د غړو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارونو او پروګرامونو او همدا راز د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه چې د جمهور رئیس د حکم پر اساس جوړه شوې ده د هغو دندو په اجرا کې چې د دغې کمېټې د غړو اړوندیږي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري وکړي.
ښاغلي نادري له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناستو ته په اشارې سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د خلکو پر مخامخ ارتباط ټینګار لري او دا ناستې به له ولایتونو سره په متداوم ډول روانې وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز د سولې په جوړولو کې د وزارتونو او حکومتي بنسټونو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د یو مشخص میکانېزم په رامنځته کولو سره دغه رول لا غوره او پیاوړی کېدی شي.
ده همدا راز وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د جنېوا کنفرانس د جوړېدو په تخنیکي او ملاتړې برخه کې رول ولوبوي.
ورپسې د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې غړو د همغږۍ د پیاوړتیا او د سولې د مشخصو پروګرامونو د پلان په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو مرستیال محمد یعقوب احمدزي وویل چې دا وزارت په دوامدار ډول له قومي مشرانو او شوراګانو سره ناستې جوړوي چې کولی شي د سولې له بهیر څخه د خلکو د ملاتړ په جلب او اوربند کې اغېزناکې واقع شي.
د کلیو د پراختیا او بیارغاونې وزارت د پروګرامونو مرستیال پوپل حبیبي، د دغه وزارت کارکړنو په ځانګړې توګه د ولسي تړون پروګرام ته په اشارې سره وویل چې یاد وزارت کولی شي د هغه فعال حضور پر مټ چې په کلیو کې یې لري، د سولې په پوهاوي رسونه کې کار وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې پر پیغام رسولو سربېره اړتیا ده د جګړې لاملونه پیدا او د لهمنځه وړلو لپاره یې کار وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال تاجمحمد مجاهد د سولې دودولو لپاره د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه دغه وزارت په پام کې لري د ټولنې د بېلابېلو پاړکو لپاره د سولې د ملاتړ او د سولې د پیغام رسولو په برخه کې لوی پروګرامونه جوړ کړي.
د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال روحالله نیازي وویل چې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره کولی شي د غونډو جوړولو لپاره د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره همکاري وکړي. نوموړي د سولې په بهیر کې د خلکو د ونډې پر اهمیت او مشورتي ناستو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره به په ۳۳ ولایتونو کې له ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو سره د مذاکراتي پلاوي په ارتباط جوړولو کې همکاري وکړي.
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې مسلکي او د پالیسۍ مرستیال خلیلالرحمن متوکل هم د بندیانو د عفوې او تخفیف د فرمانونو د پلي کېدو د اړوندو چارو د لاښهوالي په اړه وړاندیزونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د پرانیستې حکومتولۍ په کنفرانس کې د سولې لپاره د بحث جوړول یو مناسب کار دی.
د ملي رادیو – تلویزیون عمومي رئیس اسماعیل میاخېل د ملي تلویزیون د سولې اړوندو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ملي رادیو – تلویزیون به په ټولو ولایتونو کې د نشراتو په لرلو سره د سولې اړوند پوهاوي او معلومات رسونه کې فعالیت وکړي. نوموړي همدا راز د خبر رسونې د بهیر د لاښهوالي لپاره مشخص وړاندیزونه شریک کړل.
د سرې میاشتې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز وویل چې سره میاشت په ۳۴ ولایتونو کې تر جګړې لاندې سیمو په ګډون ټولو سیمو ته لاسرسی لري او دغه اداره په خپل څلورم ستراتیژيک پلان کې چې په ۲۰۲۱ کال کې پیلیږي په پام کې لري په ټیټو کچو کې د ۳۰ زره رضاکارانو په همکارۍ د ټولنیزې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.
د مالیې وزارت د څارنې، شننې او راپور ورکونې عمومي رئيس محمد ناصر صدیقي د جنېوا کنفرانس لپاره د چمتووالو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په هغو درېیو مهمو سندونو چې په دغه کنفرانس کې به وړاندې شي کار شوی دی او د سولې د ملي چوکاټ په سند کې د سولې جوړونې په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رول مهم دی.
د ملي امنیت د سلاکار مرستیال صدیقالله فهیم په حکومت کې د سولې د واحد دریځ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کمېټې جوړول او د همغږۍ د ناستو جوړول کولی شي د بنسټونو ترمنځ د سولې اړوندو چارو په اړه اړین انسجام رامنځته کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري د سولې په اړه د دغه وزارت د کړو کارونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د شوراګانو او ټولنو شاملول مهم دي.
د چارو ادارې مرستیال ډاکتر عبدالکریم توتاخېل د کمېټې د کاري کړنلارې پر جوړولو خبرې وکړې.
سید سعادت منصور نادري په غونډه کې د ګډونوالو له ګډون څخه په مننې وویل چې د کمېټې په کاري کړنلاره به کار وشي او په راتلونکو جلسو کې او د کمېټې د غړو له نظرونو اخیستلو وروسته به وروستۍ شي. نوموړي همدا راز وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د غړو د هوکړې په صورت کې له غړو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه د سولې پروسې پر بېلابېلو اړخونو په تصمیم نیونه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې جوړه شوې ده او د دغې کمېټې دارالانشا د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر غاړه ده.
