د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې د قرآن‌کریم ختم وشو

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۱:۰
SMP

د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته د دعا او په ملي ماتم کې د غم‌شریکۍ لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو، کارکوونکو او علماوو په حضور کې د قرآن‌کریم د ختم مراسم پرځای شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د دغو مراسمو په پای کې پر کابل پوهنتون پرونی ترهګریز برید او دې ته ورته وروستۍ پېښې وغندلې او ویې ویل چې اسلام د خلکو تر منځ ځانګړی مقام لري، پرونۍ پېښه او د هغې په څېر نورې پېښې چې د سولې مذاکراتو تر پیل وروسته شوې دي، نه یوازې په اسلام کې نه‌شته بلکې د انسانیت له دایرې هم بهر دي.
ښاغلي نادري د وروسیتو پېښو د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې تر څنګ وویل: د افغانستان دښمنان د سولې مخالف دي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت دروازه تل پرانیستې ده او هڅه کوو چې په هېواد کې رښتینې، باعزته او تل‌پاتې سوله راشي.
همدارنګه ده ټینګار وکړ چې وروستي تاوتریخوالي او پېښې نه یوازې افغانانو ته د منلو نه دي، بلکې ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته هم د زغملو وړ نه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه