د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د هند له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د هند جمهوریت له سفیر رودرندرا تاندون سره وکتل.
په دې لیدنه کې په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر، د سولې بهیر په پرمختګ کې د سیمې د هېوادونو پر رول او همدا راز په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره د سیمهييزې اجماع د ساتلو او پیاوړي کولو پر اړتیا بحث وشو.
سید سعادت منصور نادري په وروستیو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د هند د همکاریو او د ډیموکراسۍ د ارزښتونو او سولې بهیر د ملاتړ مننه وکړه، د سیمې او نړۍ په کچه یې د هند مقام ارزښتناک وباله او ویې ویل چې د دغه هېواد رول د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې مذاکراتو په پیلېدو سره د افغانستان خلکو نوی څپرکی پرانیستی او د ملګرو او ستراتيژيکو شریکانو په توګه د دواړو هېوادونو د نېکو اړیکو ژورتیا غواړي.
د هند جمهوریت سفیر د هند لپاره د افغانستان اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هند د خپلواک، واحد او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلي تاندون وویل چې هند د افغانستان له خلکو سره د همکاریو دوام ته چمتو دی او زیاته یې کړه چې د سولې بهیر د مثبتو پایلو ترلاسه کېدو لپاره هند د افغانستان د سولې بهیر رښتینی همکار دی.
