د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت له شارژدافیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت له شارژدافیر راس وېلسون سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې دغه ملاتړ دا مهال د سولې په بهیر کې د جګړې تر میدانه ډېر اهمیت لري.
ښاغلي نادري وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر یوه ناسیاسي مأموریت تمرکز کړی تر څو د تخنیکي فعالیتونو له لارې د افغانستان خلکو ته خدمتونه وړاندې شي او همدارنګه سیاسي درزونه له منځه یوړل شي.
ده د خپلو خبرو پر دوام د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د وروستیو مشورتي ناستو جوړېدو ته اشاره وکړه او یوازې تر مرکزه یې د سولې د بحث پر نه محدودولو او ولایتونو او ولسوالیو ته یې پر پراخولو ټينګار وکړ.
په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر هم پر مناسب وخت د سولې په بهیر کې د ذینفعو ډلو پر ګډون، تر پلازمېنې په ورهاخوا فعالیت او د سولې په بهیر کې د خلکو د مالکیت پر پراخولو خبرې وکړې.
همدارنګه ښاغلي وېلسون د نږدې راتلونکي جنیوا کنفرانس په اړه او همدارنګه دا چې څه ډول د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کولی شي، بحث وکړ.
په دې لیدنه کې دواړو لورو وویل چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او د افغانستان د سولې پر مذاکراتو اغېز کولی شي. دوی ټینګار وکړ چې د جنیوا کنفرانس باید د راتلونکي افغانستان په اړه د یوه بېل تصویر لپاره یو فرصت وي.
