د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۵۷
smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په کابل کې د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په دوحه کې د روانو مذاکراتو پر بهیر، د سولې په اړه د سیمه‌ييزې اجماع پر پیاوړتیا او د افغانستان د سولې په بهیر او تر شخړې وروسته افغانستان په لرلید کې د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې پر رول بحث وکړ.
د روسیې د فدراتیف جمهوریت سفیر وویل چې دغه هېواد د جګړې دوام سولې ته د رسېدو لاره نه‌ګڼي، بلکې مذاکرات سولې ته د رسېدو لاره ګڼي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې رول مهم وباله او ویې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره سیمه‌ييزه اجماع ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې افغانان سوله غواړي او د سولې په راتلو سره به افغانستان د سیمې په پراختیا او وده کې خپل بنسټیز رول ادا کړي. ده هیله وښوده چې د سولې له راتلو سره به په افغانستان کې روسي شرکتونو ته د پانګونې زمینه پراخه شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر نرمي د مذاکراتو د بهیرونو یو مهم اصل وباله او ویې ویل چې په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکرات هم له دغه اصل څخه بهر نه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه