د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د آلمان سفارت له شارژدافير سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري په کابل کې د آلمان سفارت شارژدافير گریگوری بلیدجیان سره وکتل.
په دغه کتنه د سولې روانې پروسې په راتلونکې، افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو پر دوام او د سولې مذاکراتو د پياوړتيا لپاره په هر اړخېزه هڅو خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزير يو ځل بيا د مانا دارو مذاکراتو دوام ته د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنتیا تکرار کړه.
د آلمان سفارت شارژدافير په خپلو خبرو کې وويل, چې هیواد یې له افغانستان سره همکاریو او د سولې روانې پروسې څخه ملاتړ ته ژمن دی.
