د سولې په چارو کې د دولت وزیر په افغاستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۸:۴
SMP

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحيمي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو په اړه د بحث په موخه وکتل.
د سوسلې په چارو کې د دولت وزیر په دې لیدنه کې وویل چې د سولې د بهیر ملاتړې نړیواله ډله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په لارښوونه د سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د هڅو د انسجام په موخه جوړېږي.
د روسیې سفیر د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او د نړیوالو فعالیتونو د انسجام په برخه کې یې ګټور ګام وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغان حکومت په استازیتوب د دې نړیوالې ډلې مشري پر غاړه لري. همدارنګه د دې ډلې د دارالانشا چارې به هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر مخ وړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه