د سولې په چارو کې د دولت وزیر: وزارت د کاري پالیسیو په جوړولو او تصمیمنیولو کې له علمي نتایجو کار اخلي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د جګړې او سولې د مطالعاتو انستېتیوت لهخوا «د افغانستان د خلکو د سولې د نظر پوښتنې» د سروې د درېیم راپور د مخکتنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي نادري په دغو مراسمو کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هر ډول علمي اقدام او هڅې چې په پایله کې یې د جګړې او سولې ښکارندې ماهیت سپړل کېږي هرکلی کوي او د خپلو کاري پالیسیو په جوړولو او پرېکړو کې به د نظر پوښتنو او علمي پروګرامونو له پایلو استفاده وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز وویل چې د سولې بهیر اصلي مالکین د افغانستان خلک دي او بالاخره همدا خلک دي چې د مشروع او تعریف شوو مېکانېزمونو له لارې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه تصمیم نیسي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې د دغې نظر پوښتنې په پایلو کې ۷۵ سلنه خلکو غوښتنه کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی دې اوربند د سولې مذاکراتو په اجنډا کې د یو اساسي لومړیتوب په توګه ځای کړي وویل، چې د اوربند ټينګښت او د تاوتریخوالي چټکه درېدنه د افغانستان د ملت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده او د تاوتریخوالي دوام هېڅ توجېه نه لري او د سولې بهیر له زیانمنولو او د عمومي باور د کچې له ټیټولو پرته بل هېڅ نهلري.
ښاغلي نادري همدا راز دا چې ۹۶ سلنه پوښتل شوو د افغانستان اسلامي جمهوریت پر ضد روانه جګړه نامشروع بللې وویل چې دا موضوع په ځلونو د خلکو لهخوا مطرح شوې او د هېواد جیېد علما او د اسلامي نړۍ عالمان ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې روانه جکړه هېڅ راز دیني بنسټ او مشروعیت نهلري.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر دې ته په اشارې سره چې په دغه نظرپوښتنه کې ۸۸ سلنه ګډونوالو د جمهوریت نظام ملاتړ کړی وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې د جمهوري نظام ارزښتونه او لاستهراوړنې د افغانستان پر خلکو سربېره د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د متحدانو د ملاتړ لامل ګرځېدلې.
نوموړي همدا راز په دې اړه چې ۶۴ سلنه ګډونوالو له دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی وویل چې د دفاعي او امنیتي جوړښتونو ساتنه د افغانستان اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو ده او هېڅ وطندوست افغان نه غواړي په دې برخه کې پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار شي.
دغه راز ښاغلي نادري په دې اړه چې ۶۷ سلنه پوښتل شوو د مذاکراتو په کړنلاره کې د جګړې د قربانیانو د حقونو د احقاق ځایولو ملاتړ کړی وویل، چې د جګړې د قربانیانو له حقونو دفاع او د سولې په بهیر کې یې د شمولیت او مشارکت د زمینې برابرول د افغانستان اسلامي جمهوریت له اصلي لومړیتوبونو دی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د دغې داعیې له اصلي او جدي ملاتړو دی. نوموړي زیاته کړه موږ د دغه برحقه غوښتنې د ملاتړ ترڅنګ د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په هڅه کې یو د مذاکراتو پر مېز د جګړې د قربانیانو د استازو د حضور زمینه برابره کړو او ان وړاندیزو کوو مقابل لوری هم په دې برخه کې اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د جوړوونکو په وینا په دغه نظرپوښتنه کې له ۸۶۰۰ ډېرو کسانو سره مرکې شوې چې ۵۳ سلنه یې د کلیوالو سیمو او ۴۷ سلنه یې د ښارونو اوسېدونکي دي.
