د سولې په چارو کې د دولت وزیر: ورزش د ملتونو د اتحاد او د ملي یووالي د ټینګولو غوره وسیله ده

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۲:۱۷
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس ډاکټر حامد شینواري او د کرکټ ملي لوبډلې له یو شمیر لوبغاړو سره وکتل.
ښاغلي نادري د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو اتلولۍ وستايلې او ویې ویل چې دې اتلانو په ټوله نړۍ کې د هیواد درې رنګه بیرغ رپولی او ویاړونه یې ګټلي دي.
ښاغلي شینواري د کرکټ بورډ او د کرکټ له لوبغاړو سره د سولې په چارو کې د دولت وزير له دوامدارې همکارۍ څخه ځانګړې  مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاغلي نادري د کرکټ بورډ د پخواني غړي په توګه د کرکټ په نړيوالې شورا د افغانستان دایمي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي.
دواړو لورو د ورزش په ځانګړي ډول د کرکټ له لارې د سولې پیغام د لیږدلو په څرنګوالي هم خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزير ورزش د ملتونو د اتحاد او ملي یووالي د ټینګولو غوره وسیله وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به  د سولې په پيغام رسونه کې ډير اغیزمن ثابت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه