د سولې په چارو کې د دولت وزیر له معصوم ستانکزي سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیت معصوم ستانکزي سره وکتل.
دا ناسته هم د هېواد له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د لیدنو په لړ کې وشوه چې د سولې پر اړوندو موضوعاتو بحث پکې وشو.
د ملي اجماع د ټينګښت او پیاوړي کولو په موخه د نظرونو اخیستو لپاره له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر مشورتي لیدنې دوام لري.
