د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد کریم خلیلي سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند له رهبر استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر وروستیو بدلونونو او د سولې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.
دغه لیدنه د سولې لپاره د ملي اجماع د جوړېدو په موخه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د ناستو په لړ کې وشوه.
