د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد عمر داوودزي سره وکتل
له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ناستو او مشورو په لړ کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له محترم محمد عمر داوودزي سره د هغه په کور کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې د روانو او راتلونکو چارو په اړه بحث او مشوره وشوه.
