د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد حنیف اتمر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیت محمد حنیف اتمر سره وکتل.
په دې لیدنه کې پر وروستیو سیاسي پېښو او د سولې پر اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
دا ناسته هم د سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو په موخه له سیاسي شخصیتونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د مشورتي ناستو په لړ کې وشوه.
