د سولې په چارو کې د دولت وزیر له حاجي دینمحمد سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له وتلي جهادي او سیاسي شخصیت ښاغلي حاجي دینمحمد سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه لیدنه د سولې لپاره د ملي اجماع د جوړېدو په موخه د سیاسي فعالانو د لیدلورو او نظرونو د راټولولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د لیدنو په لړ کې وشوه.
